د دایکندي د کیتي ولسوالي مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغې ولسوالي د کیسو کلي اوسېدونکو دوه ورځې وړاندې په یوه غار کې د خځلو را ټولولو پر مهال له یوه راځړېدلي جسد سره مخامخ شوي او بیا یې د یادې ولسوالي امنیه قومانداني پرې خبره کړې ده.

د کیتي ولسوال عبدالقیوم صداقت وايي، د لومړنیو ارزونو له مخې، د یاد کس جامې، لاسي ساعت او وجود روغ پاتې دي. د نوموړي په وینا، موندل شوی جسد د نعمت په نوم د دایکندي د کجران ولسوالي د «جوی هفتاد نفره» سیمې د اوسېدونکي دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي، د نعمت جسد یې د نوموړي کورنۍ ته سپارلی او پولیسو د پېښې څرنګوالي په اړه هم څېړنې پیل کړې دي. صداقت د نعمت د کورنۍ له خولې وايي چې نعمت دوه کاله وړاندې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د شاملېدو او ایران ته د تللو په موخه له کوره وتلی و چې اوس یې جسد په یوه غار کې راځړېدلی موندل شوی دی.

د نعمت پلار علي یاور هم سلام‌وطندار ته ویلي چې زوی یې دوه کاله مخکې ورک شو او تمه یې وه چې په دې موده کې به له ملي پوځ سره یوځای شوی او یا به هم د کار لپاره ایران ته تللی وي. علي یاور زیاتوي، کله چې دوه ورځې مخکې ورته په یوه غار کې د نعمت د راځړېدلي جسد په اړه خبر ورغی، بېخي حیران شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د علي یاور په خبره، تر اوسه یې پر چا شک نه دی کړی، خو هڅه به وکړي چې د زوی د راځړېدو لامل پیدا او له پولیسو سره شریک کړي. نوموړی وايي، له نعمت څخه یوه مېرمن او درې کوچني ماشومان پاتې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام