Asset 1SWN

سلام وطندار

دایکندي کې د دوو موټرو چپه کېدو نهه کسان مړه او ۱۳ ټپیان کړي

Daikundi-2022-11-pwxfxw1fsydhi4edbn22kv20qj7xj0igsoxehirdl4

د دایکندي محلي مسوولان وايي چې په میرامور ولسوالي او د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې د یوې نجلۍ په ګډون، نهه کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د دایکندي د امنیې قومانداني ویاند غلام‌علي جاوېد سلام‌وطندار ته ویلي چې لومړۍ پېښه نن ماسپښین په ۲:۴۰ دقیقو هغه مهال شوې چې د میرامور ولسوالي د اوشتو سیمې ۱۸ اوسېدونکي په یوه پلانکوچ ډوله موټر کې سپاره وو او غوښتل یې چې خوړو نړیوال پروګرام د مرستو ترلاسه کولو لپاره د دې ولسوالي مرکز ته ولاړ شي، خو موټر یې په «سپوک» کنډو کې له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دایکندي د امنیې قومانداني د ویاند په وینا، په دې پېښه کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ په ګډون، نهه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

جاوېد زیاتوي چې په دویمه ټرافیکي پېښه کې چې نن ماسپښین د نیلي ښار په اړوند بند رمه‌ګک سیمه کې د یوه پلانکوچ ډول موټر د چپه کېدو له امله شوې، څلور کسان ټپیان شوي دي.

غلام‌علي جاوېد د دغو ټرافیکو پېښو لامل د سړکونو خرابوالی او کوچنیوالی او دغه راز د موټرچلوونکو بې‌غوري بولي.

دایکندي د هېواد د مرکزي ولایتونو له ډلې یو دی چې لویې لارې او سړکونه یې کم بر لري او په بنسټیز ډول نه‌دي جوړ شوي. دا او د موټرچلوونکو بې‌غوري نه یوازې دایکندي، بلکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ګڼ‌شمېر ټرافیکي پېښو چې له کبله یې سلګونه افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوړي، لامل کېږي. ‎

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام