Asset 1SWN

زابل او فراه کې د ټرافیکو پېښو له امله څلور کسان مړه او ۱۴ټپیان دي

ټرافیکي پېښه

د فراه او زابل محلي مسوولان وايي چې یادو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوې دي.

د فراه د امنیې قومنداني ویاند محمدنسیم بدري سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت په فراه‌رود ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاده پېښه «چهارشنبه، وري اتمه» د یوې سراچې او باروړونکي موټرو ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې. بل‌خوا د زابل په شاجوی کې بیا د شوې ټرافیکي پېښې له کبله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.

پېښه د شاجوی ولسوالي اړوند د «تازې رباط» سیمه کې د یوه ټېلر او مسافروړونکي بس موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې.

د زابل د امنیې قومنداني ویاند ذبېح‌الله جوهر سلام‌وطندار ته وايي، د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او ټپیان یې روغیتايي مرکز ته لېږدولې دي.

له دې وړاندې د کابل-کندهار پر عمومي سړک د نورک سیمه کې د یوې مازدا او کرولا ډوله موټرو د ټکر پرمهال یو کس مړ او یو بل ټپي شوی و.

یادې ټرافیکي پېښې داسې مهال شوي چې دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ټرافیکي پېښو له امله د اوښتو مرګ‌ژوبلو شمېرې لوړې شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

چارواکي په هېواد کې د ټرافیکي پېښو د زیاتېدو اصلي لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو نه بلدتیا په ګوته کوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام