Asset 1SWN

بلخ کې ټرافیکي پېښې؛ روان کال کې ۱۰۸ کسان مړه شوي

رویداد-ترافیکی-در-بلخ-qjvqdk12u2ye0ljzxb5jvmlk2b2yldsqzbu280nzig

د بلخ د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي، د روان لمریز کال پر مهال په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو له کبله ۱۰۸ کسان مړه شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بلخ د ټرافیکو مدیر عبدالقیوم مبارز وایي، دغو کسانو ته د بلخ‌-‌جوزجان او بلخ‌-سمنګان پر لویو لارو د ۱۲۲ ټرافیکو پېښو له کبله مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ګړندی تګ، ټرافیکي اصولو په اړه نه پوهاوی او ورته نه پام، د سړکونو کوچنیوالی او پر لویو لارو د ټرافیکي نښو نه موجودیت هغه څه دي چې له کبله یې ټرافیکي پېښې کېږي او له کبله یې ګڼ‌شمېر افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

د بلخ د ټرافیکو مدیر زیاتوي: «روان کال د بلخ‌-‌جوزجان او بلخ‌-سمنګان پر لویو لارو ۱۲۲ ټرافیکي پېښې شوي چې له کبله یې ۱۰۸ کسان مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.»

په همدې حال کې د بلخ یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو زیاتوالی د اندېښنې وړ بولي او له موترچلوونکو غواړي چې ټرافیکي اصول په پام کې ونیسي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا یوازې بلخ نه‌دی چې په دې وروستیو کې په‌کې ټرافیکي پېښې کېږي، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم وخت‌ناوخت ټرافیکي پېښې کېږي او له کبله یې ګڼ‌شمېر هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام