Asset 1SWN

د بلخ دولت‌اباد ولسوالي کې په پنځه میلیونه افغانیو یو روغتیايي مرکز جوړېږي

۶۶۶۶۶۶۶۶۶

د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د دولت‌اباد ولسوالي کې یې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل کړې دي.

د مسوولانو په وینا، دغه روغتیايي مرکز به د دولت‌اباد ولسوالي په «هاشم‌اباد کلي کې جوړ او چارې به یې د درېوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیب‌الله توانا وايي چې د یاد روغتیايي مرکز د جوړېدو پر چارو به پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې د دغه روغتیايي مرکز ځمکه د خلکو له لوري ورکړل شوې او د رغېدو لګښت یې د عامې روغتیا وزارت او خلکو له‌خوا ورکول کېږي.

د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیب‌الله توانا په وینا، د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به د دولت‌اباد ولسوالي او شاوخوا سیمو شاوخوا ۷۰۰۰ کسان له روغتیايي خدمتونو برخمن شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د دولت‌اباد ولسوالي اوسېدونکي هم د یاد روغتیايي مرکز له جوړېدو د هرکلي ترڅنګ وايي چې له دې وړاندې د روغتیايي خدمتونو برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام