Asset 1SWN

داعش ډلې بلخ کې پر خبریالانو د شوي برید مسوولیت پر غاړه واخیست

خبرنگاران-زخمی-در-بلخ-q3cwh4fadqdma1g30ctp2o0bi570seiiog1ayif8nc

بلخ کې د خبریالانو پر یوې غونډې د شوې چاودنې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

العربیه رسنۍ راپور ورکړی چې داعش ډلې یکشنبه د کب ۲۱مه پر خپل ټلګرام اعلان کړی چې د بلخ مرکز مزارشریف ښار اړوند د خبریالانو پر غونډې د شنبې ورځې چاودنه دوی کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د یادونې وړ ده چې د شنبې پر ورځ مزارشریف ښار کې د تبیان په نوم فرهنګي مرکز کې د خبریالانو پر یوې غونډې چاودنه وشوه.

د راپورونو پر بنسټ، دې چاودنه کې د یوه خبریال په ګډون دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ خبریالان ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت او د بلخ امنیتي مسوولانو بیا ویلي چې یاده چاودنه کې یو کس وژل شوی او اته ټپیان دي.

د بلخ پر والي محمدداوود مزمل له ځانمرګي برید دوه ورځې وروسته دغه چاودنه رامنځته کېږي. په شوي ځانمرګي برید کې د بلخ والي له دوو نورو کسانو سره یوځای وژل شوي وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بلخ د والي د وژنې مسوولیت هم داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام