Asset 1SWN

د بلخ امنیتي مسوولان: ډېر ژر به پر خبریالانو د برید عاملان پیدا کړو

د بلخ د امنیې قومانداني مسوولان د دغه ولایت د مرکز مزارشریف اړوند په تبیان کلتوري مرکز کې پر خبریالانو له برید یوه ورځ وروسته وايي، ډېر ژر به د دغه برید عاملان پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

د بلخ د امنیې قومانداني ویاند محمداصف وزیري په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «تر اوسه څېړنې نه‌دي بشپړې شوي. د دغه مرکز مسوولان نیول شوي، خو لومړنیو څېړنو د دې پېښې د عاملانو نیولو لپاره ډېرې هیلې را ټوکولي چې جزیات به یې تر راتلونکو دوو یا درېوو ورځو خپاره شي. د قانون له مخې چې کله کومه غونډه جوړېږي، باید امنیتي ادارې خبرې وي، خو دغه مرکز هېڅ امنیتي ادارې ته خبر نه و ورکړی.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ملګرو ملتونو، د خبریالانو د خونديتوب کمېټې او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر ریچارټ بنټ او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسون په مزارشریف ښار کې پر تبیان کلتوري مرکز برید غندلی او پر افغان خبریالانو د بریدونو مخنیوي او د هغوی د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی پر خبریالانو یاد برید غندلی او د خبریالانو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی دی.

د نی په خبره، امنیتي مسوولانو پر خبریالانو له برید وروسته له یوشمېر خبریالانو پوښتنې ګروېګنې کړې دي او دغه کار یې پر خبریالانو فشار بللی دی.

بله‌خوا د سارک خبریالانو ټولنې مرکزي بورډ په یوه خبرپاڼه کې د بلخ پرونی برید په سختو ټکو غندلی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې نه یوازې د ورته بریدونو مخه ونیسي، بلکې خبریالان خوندي او د کار پر وړاندې شته خنډونه یې لرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل پرېس کلب بیا پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې مزارشریف ښار کې پر خبریالانو برید په هراړخیز ډول وڅېړي. دغه بنسټ پرون په یوه خبرپاڼه کې پر خبریالانو برید جنایت بللی دی.

په مزارشریف ښار کې د خبریالانو یوه غونډه کې چې په تبیان کلتوري مرکز کې جوړه شوې وه، د چاودنې له کبله یو خبریال حسین نادري او د یاد مرکز یو ساتونکی ووژل شول او ۱۵ خبریالان ټپیان شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام