Asset 1SWN

کابل پرېس کلب: ملګري ملتونه دې بلخ کې پر خبریالانو شوی برید وڅېړي

کابل پرېس‌ کلب په بلخ کې پر خبریالانو د ننني برید په اړه یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ملګري ملتونه دې دغه برید په هراړخیز ډول وڅېړي.

د خبریالانو او رسنیو دغه ملاتړي بنسټ پر خبریالانو شوی برید په سختو ټکو غندلی او هغه یې بشري جنایت بللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل پرېس کلب له اسلامي امارت څخه هم غوښتي چې نه یوازې د خبریالانو ساتنه وکړي، بلکې خپل ځواکونه د هغوی په حقونو وپوهوي، څو په ازاد ډول خپل رسنیز کار وکړي.

یاد بنسټ دغه راز، پر اسلامي امارت غږ کړی چې د بیان او رسنیو ازادۍ ته ژمن پاتې شي او پر وخت له خبریالانو سره اطلاعات شریک کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د بلخ په نننۍ چاودنه کې ۱۵ خبریالان ټپیان شوي دي.

د دغه بنسټ په وینا، سیرت نوري، مرتضی صمیمي، نجیب فریاد، فردین نوروزي، عزیز ابرام، خیبر ابراهیمي، وحید جلالي، جواد دروېش، روح‌الله روحاني، حسیب‌الله عازم، منیر بهیر، سجاد موسوي، ناصر ظاهري، رسول سالک او عاطف ارین هغه خبریالان دي چې په یاده چاودنه کې ټپیان شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي چې د بلخ په چاودنه کې د تبیان فرهنګي مرکز یو ساتونکی وژل شوی او پنځه خبریالان او درې ماشومان هم ټپیان شوي دي. د هغه په خبره، د ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه دی او دوی د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا په ابوعلي سینا بلخي روغتون کې یو ډاکټر چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې ۲۳ ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

نن سهار شاوخوا یوولس‌نیمې بجې د مزارشریف ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند د خبریالانو په غونډه کې چې په تبیان فرهنګي مرکز کې جوړه شوې وه، چاودنه وشوه.

تر اوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام