Asset 1SWN

صالح: د ۱۳ نوم ورکو پولیسو نیول کېدل بې مانا عمل دی، د بېرته خوشې کېدو امر مې صادر کړ

Saleh-2-oxkhxv8jl44eatcgtmq9dy4xgyv2ifvcurj98vji50

 

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د هغو ۱۳ امنیتي منسوبانو د خوشې کېدو امر يې صادر کړی چې په کابل پوهنتون د تېرې دوشنبې د برید مخنیوي کې په ناغېړۍ تورن او نیول شوي وو.

امرالله صالح نن پنجشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل پوهنتون په تړاو د وظیفوي غفلت په نوم د ۱۳ نوم ورکو پولیسو نیول کېدل بې مانا عمل دی او زياته کړې يې ده چې د پېښې په تړاو څېړنې لاهم دوام لري.

نوموړی وايي: «موږ تر اوسه دا قضاوت نه‌شو کولای چې په دې ځانګړي مورد کې د ناغېړۍ تعریف څه کېدای شي؛ خو تاسو سره ژمنه کوم چې څه به پټ پاتې نه‌شي.»

امرالله صالح زياتوي چې د ستونزو د حل لپاره ښايي ټول امنیتي سیسټم جدي او منتقدانه بیاکتنې ته اړتیا ولري.

کورنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې تېره ورځ وويل چې د کابل د درېیمې امنیتي حوزې ۱۳ منسوبین یې د کابل پوهنتون د امنیت ساتلو کې د غفلت له کبله له دندو لرې او څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، څارنوالۍ ته په معرفي شویو کسانو کې د درېیمې امنیتي حوزې امر، جنايي مدیر او د کابل پوهنتون د ټولي قومندان په ګډون ۱۳ پولیس سرتېري شامل دي.

د دوشنبې په ورځ سهار شاوخوا ۱۱ بجې پر کابل پوهنتون وسله‌وال بريد وشو او ترهګرو پر محصلانو ډزې پيل کړې. د شمېرو له مخې، په دې بريد کې ۲۲ کسان ووژل شول او شاوخوا ۴۰ ټپيان شول؛ خو عيني شاهدان وايي، د مرګ‌ژوبلې شمېرې لوړې دي.

د ياد بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه واخيست.

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، دا بريد طالبانو کړی دی؛ خو طالبانو بيا دا ادعا رد کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام