د هرات په اوبه ولسوالي کې د یوه ټپي شوي سرتیري مور د هرات ولایت مقام دروازې ته راغلې او د خپل زوی د ژغورنې لپاره د دغه ولایت د چارواکو د مرستې لپاره چیغې او نارې وهي.

دغه مور له لسګونو نورو کسانو سره چې د کورنۍ غړي او خپل او خپلوان یې د هرات  په اوبې ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو په لیکوکې ټپي شوي او اوس دغې ولسوالي کې د وسله‌والو طالبانو له لوري کلابند دي، د اعتراض په توګه د هرات ولایت مقام مخته راټول شوي  او وایي چې له ۴۰ ورځو راهیسې یې اولادونه په اوبه ولسوالي کې د طالبانو پر وړاندې جنګېږي او اوس چې مرستې ته اړتیا لري، نو دولت یې مرستې ته نه وردانګي.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغو اعتراض کوونکو د هرات ولایت مقام دروازه وتړله او ادعا کوي چې حکومت تراوسه په اوبه ولسوالي کې نېږدي ۵۰تپي سرتیري چې د یو‌شمېرو یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی، د مرستې لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

دوی وایي چې چمتو دي، څو د امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه وجنګېږي او خپل ټپیان وژغوري. په ورته مهال اعتراض کوونکي خبرداری ورکوي، که چېرته د دوی اولادونه له منځه لاړ شي. دوی به ارامه نه کیني او وروستی مسوولیت به د دولت پرغاړه وي.

د امنیتي ځواکونو یو له نېږدې خپلوانو څخه فیض الدین وایي، له پنځو ورځو راهیسې یې ورور په دغه ولسوالي کې دی او په دې موده کې یې ډوډۍ نه ده خوړلې او وضعیت یې خراب دی.



هغه وویل: «یوه اوونۍ کېږي چې زمونږ ډوډۍ او وینه یوه ده، که نن چېرته دولت مونږ ته ځواب رانه کړ یا له طالبانو سره یوځای کېږو او یا هم همدلته خپل ځانونه وژنو او یا هم د ولایت د مقام دروازه  ماته‌وو او هرڅه مو چې زړه وغوښتل هماغه کوو.»

په ورته مهال یو بل اعتراض کوونکی نذیر احمد وایي، که چېرته دولت غواړي په اوبې ولسوالي کې ځوانان د مرګ خولې ته ورکړي، نو دوی به هم د ولایت مقام دننه خوندي نه وي او له دې به هم پر پراخو اعتراضونو لاس پورې کوي.

په ورته مهال د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې والي د معترضانو له استازو سره کتلي او د ۲۰۷ ظفر قول اردو له چارواکو سره په همغږۍ یې د ټپیانو د ژغورلو لپاره هڅې پیل کړي دي.

له اوبې ولسوالي څخه د ورکړل شویو راپورونو پراساس په دغه ولسوالي کې د کلابندو شویو تپی سرتیرو شمېر له ۴۹ څخه ۶۵ ته لوړ شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام