Asset 1SWN

هرات کې د ځانمرګي واسکټونو چاودنې ۲۰ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

WhatsApp-Image-2021-04-25-at-1.43.16-PM-p68bk1sx1mxjofzza7e0p6cmw3afe7wsslk4v6tf2g

د هرات محلي چارواکي وایي، د دغه ولایت د پښتون زرغون ولسوالي په یوه جومات کې د ځانمرګي واسکټونو جوړولو پر مهال چاودنې ۲۰ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي وایي، یوشمېر وسله‌وال نن له غرمې وړاندې د دغه ولایت د پښتون زرغون ولسوالي د «ماراباد» کلي په یوه جومات کې د ځانمرګي واسکټونو او سړک غاړې ماینونو پر جوړولو بوخت وو چې چاودېدونکي توکي پرې چاودلي دي. د هغه په خبره، په دې پېښه کې ۲۰ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو روښانه نه ده چې څو یې وژل شوي او څو نور یې ټپیان دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د پښتون زرغون ولسوالي اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې وسله‌وال طالبان له څلور ورځو راهیسې په یرغلیزو عملیاتو کې د دې ولسوالي ډېرې برخې نیولې دي. د دوی په وینا، د یادې ولسوالي بازار د وسله‌والو طالبانو له لوري کلابند شوی دی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام