بغلان  او کندوز کې امنيتي سرچينې تاييدوي چې په يادو ولایتونو کې د طالبانو بريدونو کې ۱۶ امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۶ سرتېري ټپيان دي.

کندوز کې یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه چهاردرې ولسوالۍ کې پر دوو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

سرچینې وویل، د نښتې پرمهال مرسته کونکي ځواکونه چې د چهاردرې ولسوالۍ امنیه قومندان هم ورسره وو سیمې ته روان وو او د دغې ولسوالۍ «دوبندي» سیمه کې د طالبانو کمین سره مخ شوي چې د امنیه قومندان محمد عمر صالح په ګډون ۱۰ سرتېري په کې وژل شوي او ۴ ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړه چې طالبانو د امنیتي ځواکونو دواړه پوستې او ۶ امنیتي ځواکونه هم نیولي او ټولې وسلې یې ځان سره وړي.

د کندوز د امنيې قومندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني د طالبانو د دغه برید تاييدوي او وايي، امنيتي ځواکونو د چهاردرې ولسوالۍ «دوبندي» سیمه کې د طالبانو بريد په شا تنبولی دی.

د رحماني په وينا، په دې نښتو کې ۵ طالبان وژل شوي او ۳ ټپيان شوي هم دي.

نوموړی زياتوي، په دې تښتو کې دوه سرتېري وژل شوي او ۳ ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین هم کندوز ولايت کې يادې نښتې تایيدوي او وايي چې په دې اړه به نور جزيات وروسته خپاره شي.

د يوه بل خبر له مخې بيا بغلان ولايت کې امنيتي سرچينې سلام‌وطندار ته وايي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ «نوي‌ښار» سیمه کې پر درېیو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې ۵ سرتېري په کې وژل شوي او دوه نور یې نادرکه دي.

د سرچینې په وینا، نښتو کې طالبانو یوه پوسته هم نیولې چې څو ساعته وروسته یې امنیتي ځواکونه بېرته په نیولو بریالي شوي.

په همدې حال کې د بغلان د نهرین ولسوال فضل‌الدین مرادي وايي، دغې ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل دي.

وسله‌والو طالبانو د بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستی دی.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام