د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د جي۷  هېوادونو په ناسته کې د اروپا ټولنې له مشرانو، ناټو سازمان او له ملګرو ملتونو سره د افغانستان په اړه لیدلي او خبرې اترې کړي دي. په دغه لیدنه کې ټولو اړخونو ویلي چې په افغانستان کې د راتلونکي حکومت مشروعیت به له نړیوالو سره د دوی د کړو ژمنو په اړه اقداماتو پورې تړلی وي.

د سلام‌وطندار پښتو  فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا ولسمشر په دغه ناسته کې د جي۷ ډلې له مشرانو، اروپايي ټولنې، ناټو او ملګرو ملتونو سره لیدلي دي. جو بایډن ویلي چې له دغو مشرانو سره له افغانستان څخه د بهرنیانو د وتلو د بهیر او له طالبانو سره د اړیکو ټينګښت په اړه د ملګرو هېوادونو پر همغږۍ ګټورې خبرې شوي دي.

جو بایډن وویل: «مونږ هوکړه کړې چې د راتلونکي حکومت مشروعیت به د دوی له لوري له نړیوالو سره د کړو ژمنو په اړه پر اقداماتو ولاړ وي، له هغې ډلې دا چې افغانستان به د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي.»

بل‌خوا د امریکا ولسمشر له افغانستان سره د بشري مرستو پر ژمنې بیا ټينګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې دغه هېواد به خپلې بشري مرستې روانې وساتي.

په همدې حال کې جو بایډن د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د داعش احتمالي ګواښ په اړه اندېښنې سره ویلي: «ښه به وي چې د وتلو بهیر هر څه ژر پای ته ورسېږي، ځکه هره ورځ دغه عملیات زمونږ سرتیرو ته ګواښونه ډېره وي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه همداراز ویلي چې د اګسټ تر ۳۱مې له افغانستان څخه په بشپړه توګه د امریکا وتل هم کابل هوايي ډګر ته د تلو لپاره د طالبانو مرستې پورې اړه لري.

جو بایډن زیاته کړه چې د پنټاګون او بهرنیو چارو وزارت څخه یې غوښتنه کړې، څو د اړتیا په صورت کې د وخت غوښتنې احتمالي مهال وېش چمتو کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام