د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست مسوولان د یاد مکتب د پرانستې په مراسمو کې وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو لپاره ځمکه ځانګړې کول او ښوونځي جوړول، د جوزجان ولایت د اوسېدونکو له «علم» سره د مینې او لوړ فرهنګ ښودنه کوي او  دوی ورڅخه هرکلی کوي.

د جوزجان د پوهنې رییس محمدطاهر جواد وايي، د «حاجي بي‌بي ناظرې» په نوم د نجونو دغه ښوونځی چې د زده‌کړو ۱۰ ټولګي او د دوه اداري خونې لري، د یاد ولایت په اقچه ولسوالي کې په ۶۵۰ متره مربع ځمکه کې په اساسي ډول رغول شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان ولایت د پوهنې رییس په وینا، د یاد ښوونځي لګښت چ ۶۵زره امریکايي ډالره کېږي، د حاجي بي‌بي ناظرې له لوري ورکړل شوی چې په ۱۷ میاشتو کې یې چارې بشپړې او پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

محمدطاهر جواد زیاتوي چې د یاد ښوونځي په جوړېدو سره نږدې ۲۰۰۰ نجونې چې له دې وړاندې د زده‌کړو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وې، اوس یې دغه ستونزې له منځه تللي او د زده‌کړو ورته برابره شوې ده.

په همدې حال کې د حاجي بي‌‌بي ناظرې د کورنۍ غړي وايي، وړاندې له دې چې دوی دا ښوونځی ورغوي، د یاد ښوونځي زده‌کوونکې له ګڼو ستونزو سره مخ وې. د هغوی په وینا، د دغه ښوونځي رغول، نجونو ته په ارامه او خوندي فضا کې د زده‌کړو زمینه برابره کړې.

د حاجي بي‌بي ناظرې ورور وايي، دغه ښوونځی یې له دې امله جوړ کړی چې زده‌کوونکو به د دوبي په ګرمۍ او د ژمي په سړا هوا کې تر خېمو لاندې زده‌کړې کولې. د هغه په خبره، له پوهنې سره مرسته باید په ټول هېواد بنسټ‌ییزه شي او د دغه کلتور د دودولو لپاره باید ټول سره یوځای شي، ځکه د یوه هېواد پرمختګ د هغه پوهنې پورې اړه لري.

په ورته مهال هغه زده‌کوونکې چې له کلونو وروسته په یوه معیاري زده‌کړییز چاپیریال کې یې د زده‌کړې فرصت ترلاسه کړی، وايي چې نن یې له خېمو سره مخ ښه وکړه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د حاجي بي‌بي ناظرې د ښوونځي یوه زده‌کوونکې وايي، له دې وړاندې چې دغه ښوونځی جوړ شي، د زده‌کړو له ناسم چاپیریال سره مخ وو او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو. د هغې په وینا، اوس چې دغه ښوونځی رغول شوی، هغه ستونزې یې چې د زده‌کړو مناسب چاپیریال په اړه درلودې، له منځه تللې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالي اوسېدونکي ښوونځی جوړوي، بلکې له دې وړاندې هم د یادې ولسوالي اوسېدونکو ورته ګامونه پورته کړې او په دې برخه کې مخکښ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام