د کونړ د ناړۍ ولسوالي ښوونکو پرون د دغه ولسوالي په مرکز کې اعتراضیه ناسته کړې او له څو ورځو راهیسې یې په دغه ولسوالي کې د تدریسي بهیر هم درولی دی.

دوی وايي، له یوې خوا ورته له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او له بل پلوه معاشونو پسې مرکز اسداباد ته ورځي چې د لارې او ناسم امنیتي وضعیت له امله نه شي کولای پر وخت معاشونه ترلاسه کړي.

دغه ښوونکي وايي، تر هغې چې یې د تنخواو ستونزه حل نه شي، په ټوله  ولسوالي کې به تدریسي بهیر وځنډوي او په وینا یې، د پوهنې اداره دې ورته په همدغې ولسوالي کې د معاش ورکړې اسانتیاوې برابرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د احتجاج کوونکو له ډلې یوه ښوونکي رحیم الله سادات سلام‌وطندار ته ویلي چې عزیزي بانک ورسره منلې وه چې په ناړۍ ولسوالي کې به ورته د معاش ورکړې سیستم فعاله کړي، خو د دوی په خبره، دغه بانک خپلې ژمنه کې پاتې راغلی او د دوی د معاش اخیستلو ستونزه یې نه ده هواره شوې.

هغه وایي، د ناړۍ ـ اسداباد سړک خرابۍ او د لارې ناامنۍ له کبه نه شي کولای چې میاشت په میاشت اسداباد ته په تنخوا پسې لاړ شي، نو ځکه خو یې معاشونه په میاشتو میاشتو ځنډېږي ا و بانک کې پراته وي.

همداراز یوه بل ښوونکي محمد مجاهد وویل، که د پخوا په څېر یې معاشونه د معتمد په لاس حواله شي، شته ستونزې به یې هم هوارې شي .

د پوهنې  وزارت د پالیسۍ له مخې دې وروستیو کې د ښوونکو معاشونه د بانک له لارې حواله کیږي.

د کونړ د پوهنې رییس مجیب الرحمان همدرد وايي،  کونړ کې یې د عزیزي بانک له نمایندګۍ سره تفاهم شوی چې ښوونکو ته میاشتنۍ تنخواوې په خپلو سیمو کې ورکړي، خو د نا امنۍ او د لارې خرابوالي له امله د بانک کار کوونکي نه دي توانیدلي، څو پر وخت ښوونکو ته معاشونه خپلو سیمو ته ور ورسوي.



د پوهنې رییس وايي، یاده ستونزه یې په پلازمېنې کابل کې د پوهنې وزارت له اړوندو چارواکو سره شریکه کړې او ډاډ یې تر لاسه کړی چې د هواري لپاره به یې جدي ګامونه پورته کړي.

د ناړۍ تر څنګ، د کونړ غازي اباد، دانګام او چپې درې کې هم ښوونکي له ورته ستونزې سره مخ دي او په وار وار یې رسنیو سره خپلې ستونزې شریکې کړي دي.

په دې اړه مو کونړ کې د عزيزي بانک استازولۍ سره د خبرو هڅه وکړه، خو هغوی له څه ویلو ډډه وکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام