حکومت پر سیدالشهدا ښوونځي د برید په څېړلو کې پاتې راغلی

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پلازمینې کابل لوېدیځ دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر سید الشهدا ښوونځي درې پرله پسې چاودنې وشوې چې له کبله یې څه باندې ۶۰زده‌کوونکي چې ډېری یې نجونې وې ووژل شولې او څه باندې ۱۵۰کسان پکې ټپیان شول، اوس د دغه برید د قربانیانو کورنۍ پر حکومت نیوکه کوي چې د دغې چاودنې په څېړلو کې پاتې راغلی او وایي چې تراوسه په دې اړه نه حکومت او نه هم اړوند بنسټونو کوم ګام پورته کړی دی.

د ناړۍ ولسوالي ښوونکي: پر وخت معاشونه نه راکول کېږي

د کونړ د ناړۍ ولسوالي ښوونکو پرون د دغه ولسوالي په مرکز کې اعتراضیه ناسته کړې او له څو ورځو راهیسې یې په دغه ولسوالي کې د تدریسي بهیر هم درولی دی.

دوی وايي، له یوې خوا ورته له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او له بل پلوه معاشونو پسې مرکز اسداباد ته ورځي چې د لارې او ناسم امنیتي وضعیت له امله نه شي کولای پر وخت معاشونه ترلاسه کړي.

پکتیا کې د کارخونو فعالیتونه ۴۰سلنه راکم شوي

په پکتیا ولایت کې د کارخونو لپاره د ځانګړو شویو ځمکو نشتوالي او په دغه ولایت کې روان ناسم امنیت وضعیت د دې لامل شوی چې په دغه ولایت کې د کارخونو فعالیت تر ۴۰ سلنې راټيټ شي. د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې د چارواکو په وینا، د کارخونو د ځمکې نشتوالي یو‌شمېر پانګوال اړ کړي چې خپلې شتمنۍ له پکتیا څخه د هېواد نورو سیمو او حتا له افغانستان څخه د باندې ولېږدوي.

له طالبانو د جلرېز ولسوالي د بېرته نیولو هڅې

امنیتي چارواکي وایي، د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالي د بېرته نیول لپاره د دوی هڅې روانې دي او ډېر ژر به دغه ولسوالي له وسله‌والو طالبانو بېرته ونیسي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وایي، له وسله‌والو طالبانو څخه د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالي د بېرته نیولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو ځمکني او هوایي عملیات پیل شوي او ډېر ژر به دغه ولسوالي د وسله‌والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.

طالبانو لوګر کې له جګړې پرته د امنیتي ځواکونو یوه پوسته نیولې

د لوګر ولایت یوې امنیتې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار شاوخوا ۴ بجې د بره کي برک ولسوالي اړوند د«لب‌جر» امنیتي پوستې له جګړې پرته سقوط کړی او سرتیري یې له وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي. سرچنیه وایي چې بېګاه شپه وسله‌والو طالبانو د محمداغې ولسوالي پر بېلابېلو امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.