د لوګر ولایت یوې امنیتې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار شاوخوا ۴ بجې د بره کي برک ولسوالي اړوند د«لب‌جر» امنیتي پوستې له جګړې پرته سقوط کړی او سرتیري یې له وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

سرچنیه وایي چې بېګاه شپه وسله‌والو طالبانو د محمداغې ولسوالي پر بېلابېلو امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې افغان ځواکونو دغه امنیتي پوسته له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته لېږدولې ده. احمدي هغه  ګونګسې رد کړې چې ګواکې طالبانو بره کي برک ولسوالي کې یوه امنیتي پوسته نیولې.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بلخوا د هېواد په شمال بغلان ولایت کې هم وسله‌والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو پراخ بریدونه کړي چې ګڼ‌شمېر سرتېرو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

په بغلان کې یوه باوري ځايي سرچینه وايي، طالبانو بېګاه شپه د «ګذرګاه نور» ولسوالي پر مرکز او یوې پوستې برید کړی چې د نښتو په ترڅ کې ۸ سرتیري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.



په ورته وخت کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو قومندان عباس توکلي هم د بغلان ولایت د «ګذرګاه نور» ولسوالي په جګړه کې امنیتي ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله مني، خو د مړو او ټپیانو د شمېر په اړه څه نه وايي.

په همدې حال کې د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو بېګاه شپه د بغلان د ګذرګاه نور، جلګه او نوي بغلان ولسوالیو کې پر طالبانو عملیات کړي چې د «ګذرګاه ‌نور» ولسوالي لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال «قاري امرالله» په ګډون ۲۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲۲نور ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې په لغمان، میدان ‌وردګ، لوګر، سرپل، بلخ، هلمند، بغلان او تخار ولایتونو کې هم د نښتو پرمهال ۹۲طالبانو وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د عملیاتو پرمهال د وسله‌والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام