امنیتي ځواکونو له طالبانو د هرات کروخ ولسوالي بېرته نیولې

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې دغه ولایت ته د کورنیو چارو چارسبمالي او د ملي امنیت د عمومي ریاست نظامي مرستیال له راتګ وروسته، د هرات ولایت پوځي شورا دا پرېکړه وکړه چې د کرخ ولسوالي د بېرته نیولو عملیات پیل کړي او امنیتي ځواکونو دغه ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله.

ولسي جرګه: طالبان غواړي د خلکو پر ناموس تېری وکړي

د طالبانو له لوري د جګړې د زیاتېدو او د ولسوالیو له سقوط وروسته، د دغې ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې پر ښځو او د دوی د ژوند پر نورو برخو طالبانو نوي قوانین او بندیزونه وضع کړي دي.  د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د نویو بندیزونو د خبرونو له خپرېدو سره هم‌مهاله په ولسي جرګه کې د خلکو استازیو د طالبانو دغه کار ته غبرکون ښودلی دی.

امنیتي ځواکونو د کلدار ولسوالي له نیولو وروسته، دغې ولسوالي څخه شاتګ کړی

د بلخ ولایت کلدار ولسوالي چې تر پرون مازیګر پورې په بشپړ توګه د دولت تر کنټرول لاندې وه او د بلخ والي فرهاد عظیمي له دغې ولسوالي څخه د بلخ د یوې بلې شورتپې ولسوالي د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو پلان هم اعلان کړ، خو تېره شپه دغه ولسوالي د دولت له کنټرول څخه بهر شوه او امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ورڅخه د حیرتان بندر ښار ګوټي ته شا‌تګ کړی دی.

د ولسي پاڅونوالو د اختلافاتو له امله طالبانو د تخار رستاق ولسوالي نیولې

په تخار ولایت کې یوې سرچینې ویلي چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالي کې د ولسي پاڅونوالو د قومندانانو د اختلافاتو له کبله دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.  سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وویل چې د تخار ولایت په رستاق ولسوالي کې د پام وړ ځواکونه ځای پر ځای شوي وو او دغه ځواکونه له هیڅ ډول ستونزې او د وسله‌والو طالبانو له ګواښ سره  نه وو مخ.

د تخار ینګي‌قلعه، چال او هزارسموچ ولسوالۍ طالبانو ته پرېښودل شوي

په تخار کې یوې سرچینې سلام‌‌وطندار ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت ینګي‌قلعه، چال او هزارسموچ ولسوالۍ پرته له جګړې وسله‌والو طالبانو ته پرېښودلي.  سرچینې ویلي چې وسله‌والو طالبانو بېګاه شپه د تخار چال او هزارسموچ ولسوالۍ او نن سهار یې ینګي قلعه ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

طالبانو د تخار بهارک ولسوالي په بشپړه توګه نیولې

په تخار ولایت کې یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وايي چې بېګاه شپه وسله‌والو طالبانو په بشپړه توګه د دغه ولایت بهارک ولسوالي نیولې ده. د سرچینې په وینا، د ملي امنیت، پولیسو او نورو امنیتي بنسټونو ۷۵نظامیان له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي. څو اوونۍ وړاندې په دغه ولسوالي کې مېشت امنیتي ځواکونو د مرستندویه ځواکونو غوښتنه کړې وه.

طالبانو لوګر کې له جګړې پرته د امنیتي ځواکونو یوه پوسته نیولې

د لوګر ولایت یوې امنیتې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار شاوخوا ۴ بجې د بره کي برک ولسوالي اړوند د«لب‌جر» امنیتي پوستې له جګړې پرته سقوط کړی او سرتیري یې له وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي. سرچنیه وایي چې بېګاه شپه وسله‌والو طالبانو د محمداغې ولسوالي پر بېلابېلو امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د ميدان وردګ جلرېز ولسوالي نیولې

د ميدان وردګو د‌ ولايتي شورا غړی شريف‌الله هوتک سلام‌وطندار ته وایي چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د‌ ميدان وردګو ولايت جلرېز ولسوالي له پنځه ورځنۍ کلابندۍ وروسته د طالبانو لاس ته لويدلې ده.

 هوتک زياته کړه چې د جلرېز ولسوالي امنيه قوماندان له خپلو ۳۵امنيتي ځواکونو سره يو ځای طالبانو ته تسليم شوی او ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو په کنټرول کې ده.