Asset 1SWN

«د تاوتریخوالي لوړه کچه د سولې پروسه له ګواښ سره مخامخ کوي»

1-4-1-1024x570-1-oy2bl4np2b9px2docwwypfhb13jiw3c71htnxg1axg

 

ناټو د ملکي وګړيو پر وړاندې وروستي ترهګریز بریدونه د نه بښونکي جرمونو په توګه ياد کړي او په کلکه يې غندلي دي.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو نن په ټوېټ کې وویل چې ناټو نه یوازې پر ملکيانو بریدونه غندي، بلکې افغان ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او مرستې چمتو کوي ځکه په خبره يې امنيتي ځواکونه د امنیت ښه کولو لپاره کار کوي.

نوموړي ویلي: « د مثال په توګه د کابل پوهنتون په برید کې ناټو ځواکونو افغان ځواکونو ته د صحنې د امنیت په توګه د امنیت او ملاتړ زمینه برابره کړه.»

پونټيکورو د سلام‌وطندار یوې پوښتنې ته چې د سولې بهير د ځنډېدو په اړه شوې وه په ځواب کې ويلي، زغم ته اړتیا ده ځکه چې دواړه خواوې سره د اختلافاتو د حل او د جنګ پای ته رسولو په موخه سره راټولې شوې دي.

نوموړي همداراز ويلي، د افغانستان د سولې پروسه نازک حالت کې ده؛ خو سولې ته رسېدو لپاره تر ټولو يو ښه فرصت دی.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي له دواړو لوريو هيله کړې چې له ياد تاريخي فرصت نه پوره ګټه واخلي او د سولې  خبرو وړاندې تګ لپاره خپله پوره هڅه وکړي.

سټیفانو پونټیکورو زیاته کړې چې ډېری افغانانو په هېواد کې د تاوتریخوالي د لوړې کچې په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. « زه ستاسو اندېښنې شریکوم او اجازه راکړئ روښانه کړم چې د تاوتریخوالي دومره لوړه کچه د منلو نه ده او بايد تاوتريخوالی پای ته ورسېږي.»

نوموړي په خپل ټوېټ کې همداراز ويلي، د افغانستان د سولې پروسه اوسني نسل لپاره تر ټولو ښه فرصت وړاندې کوي.

پونټیکورو زیاته کړې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه د سولې پروسه له خطر سره مخامخ کوي او له طالبانو يې غوښتي چې د تاوتریخوالي د نه منلو لوړه کچه ټيټه کړي چې اوربند ته لار هواره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام