د امنیتي او دفاعي ځواکونو یوشمېر کورنیو او مدني فعالانو نن په کابل کې چې د «دښمن خوشې کېږي، موږ ولې؟» شعار یې بدرګه کاوه، د اعتراض په توګه د ولسمشر د هغه فرمان پر نه عملي کېدو نیوکه وکړه چې د بندي شویو امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوشې کولو په اړه یې ورکړی و.

د معترضانو په خبره، په داسې حال کې چې طالب بندیان خوشې شول، خو د امنیتي او دفاعي ځواکونو بندیان لا هم بندیان دي، د نظامیانو د حقونو څرګند نقض او د هغوی د سرښندنو په پام کې نه نیولو په مانا دي او په وینا یې، ژرترژره باید خوشې شي. دوی ټینګار وکړ، که په دې برخه کې اقدام و نه شي، خپل اعتراض او مبارزې ته به دوام ورکړي.

یو معترض لعل‌محمد صمدي وايي: «که افغان حکومت د خلکو او د بندیانو د کورنیو غږ وا نه وري او خپلې بې‌غورۍ ته دوام ورکړي، موږ به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړو. موږ عدالت غواړو او د هغو نظامیانو د خوشې کولو غوښتنه کوو چې بندیان دي.»

په همدې حال کې یوشمېر مدني فعالانو هم په یو ډول پر ټولو بندیانو د قانون پلي کېدو غوښتنه وکړه او په وینا یې، ژرترژره باید د ولسمشر فرمان عملي شي.

د افغانستان د مدني ټولنې د اجماع رییس یما ارین وویل: «د یوه خونړي طالب او هغه سرتېري ترمنځ باید توپیر وي چې زموږ د ارزښتونو او ناموس د ساتنې لپاره په سنګر کې دي. له حکومته غواړو چې دا موضوع سیاسي نه کړي او دغه فرمان باید ژرترژره عملي شي.»

خو د بندخونو د تظیم چارو ادارې ویاند فرهاد بایاني د ټولو بندیانو خوشې کول د قانون خلاف بولي او وايي، د ولسمشر په فرمان کې ځینې محدودیتونه په پام کې نیول شوي او هغو ته په کتو به اقدامات وشي.

د سولې په لویه مشورتي جرګه کې چې د روان کال د زمري په ۱۷مه د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو او نه خوشې کولو په برخه کې د مشورې لپاره جوړه شوې وه، د یادو بندیانو د خوشې کولو تر څنګ په‌کې د هغو امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوشې کولو غوښتنه هم وشوه چې بندیان دي. ولسمشر محمداشرف غني د زمري میاشتې په ۲۰مه په یوه فرمان کې د هغو نظامي بندیانو د بند مودې کمولو او بښلو فرمان ورکړ چې پر پنځه کاله بند محکوم شوي وو.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام