د پوځ په لیکو کې د څلورو قرباني شویو سرتېرو عمر خوړلې مور د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې له خپلو کوچنیو لمسيانو سره په زاړه، کوچني او خټين کرايي کور کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي.

په سړه هوا کې د کور کړکيو او ورونو ته د رخت پردې را ځوړندې دي او واړه ماشومان يې د ګرمې خونې ارمان کوي.

هغه حقونه چې د شهيدانو او معلولانو چارو وزارت له لوري د پوځ په لیکو کې د قرباني شویو سرتېرو کورنيو ته په پام کې نيول شوي، دغې کورنۍ ته تر اوسه نه‌‌دي رسېدلي.

د وژل شويو څلورو ځامنو عمر خوړلې مور د بې‌وسۍ او مجبوريت کيسې کوي او وايي، د څلورو ځامنو اکبرګل، ابراهيم، عبدالله او حميدالله جنازې یې همدغه کور ته ورته راوړې.

دا مور وايي، خپل زلمي ځامن يې له کوچنيوالي په ډېرې سختۍ را لوی کړل، خو روانې جګړې ترې بېرته واخيستل. د هغې په خبره، ځامنو یې له وطن سره مینه لرله او ویل به یې چې یو څاڅکی وینه هم ولرو، له خپلې خاورې به یې ځاروو. اوس د دغو څلورو وژل شویو سرتېرو مور ته د هغوی د کورنۍ او ماشومانو مسوولیت ور پر غاړه دی.

دا غمجنه مور وايي، وطن يې ناموس دی او که نور ځامن یې لرلی، د وطن، خاورې او خلکو ساتنې لپاره به يې عسکري ته لېږلي وای، خو په وینا یې، يوازېتوب، غمونو او بې‌وسۍ ترې هر څه هېر کړي دي. د سرتېرو دا بوډۍ مور وايي، د کور سرپرستي ور پر غاړه ده، که‌نه د زړه یې غواړي چې خپل سر هم له وطنه ځار کړي.

د څلورو وژل شويو سرتېرو مور د سولې ارمانجنه ده او وايي، جګړې له دوی او نورو افغانانو نه هر څه واخيستل. دا ناروغه او غمجنه مور له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي او نورې کورنۍ دې د خپلو بچیانو د غم پر ټغر نه کېنوي.

د هېواد په روانه جګړه کې د قرباني شویو سرتېرو دا کورنۍ چې سرپرست هم نه ‌لري، يوازې نهه ماشومان او ښځې په يوه کرايه کور کې په سخت حالت کې ژوند کوي او له حکومت نه غواړي چې لږترلږه د ژوند امکانات دې ورته برابر کړي.

د وژل شوي سرتېري اکبرګل شپږ کلن زوی مصطفی او اته کلنه لور فاطمه وايي، پلار به یې بوټان، جامې او نور هر څه ورته راوړل، خو اوس هغه نشته او حکومت یې باید خپل حقونه ورته وسپاري.

په سوېل ختيځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول‌اردو ویاند ایمل مومند وايي، د امنيتي سرتېرو په ليکو کې د ټولو شهیدانو له وارثانو سره مرسته کېږي او هغه کورنۍ چې تر اوسه نه‌دي ورسره ثبت شوي، ژر به یې معلومې او تثبيت کړي.

په پکتيا کې د شهيدانو او معلولانو چارو ریاست مسوولانو هم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د دې کورنۍ د وارثانو لپاره به هلې ځلي وکړي او هغه ټول امکانات چې د نورو قربانيانو کورنیو ته یې ورکوي، دوی ته به هم ورسېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام