Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې ګازو د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه کړي

IMG_20221202_010752_088-pyk10im7m47bdwqj5cc971jfzujf47yjqlsb5pldag

باختر دولتي اژانس پر ټویټر د امنیتي مسوولانو له قوله لیکلي چې ګازو د کابل ښار په تایمني سیمه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه کړي دي.

د باختر په وینا، په مړو شویو کسانو کې دوه ښځې او څلور ماشومان شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د باختر د معلوماتو له مخې، دا پېښه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په تایمني سیمه کې شوې ده.

بله‌خوا پر ټولنیزو رسنیو د دې پېښې یوه ویډیو خپره شوې چې ښيي، یوه ښځه او څلور ماشومان د خوب په بستره او بله ښځه هم په تشناب کې مړه شوې ده.

ویډیو کې ښکاري چې دغې کورنۍ په کوټه کې اوکرینا جاپان بخارۍ لګولې او دوی ورته ویده شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګڼ‌شمېر هېوادوال د هوا په سړېدو سره د کورونو تودولو په موخه ګازي بخارۍ کاروي او ورسره د بې‌غورۍ له کبله یې بیا ورته پېښې کېږي.

څه موده مخکې په غزني کې هم یوه مور له دوو لوڼو سره د ډبرو سکرو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام