د فاریاب د قیصار ولسوالي اوسېدونکی صفرمحمد بېګاه د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې د بې‌وزلۍ او ناروغۍ له کبله په یوه څپره کې مړ شوی دی.

د صفرمحمد خپلوان سیدمامون وايي چې صفرمحمد یو کال مخکې د جګړې له کبله میمنې ته راغلی و او په یوه څپره کې یې ژوند کاوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، صفرمحمد د «یخ» پلورلو له لارې د ځان او کورنۍ ژوند چلوه، خو تازه چې کله ناروغ شوی، له یو چا نه یې ۵۰۰ افغانۍ پور اخیستی او ډاکټر ته ورغلی دی.

نوموړی زیاتوي، صفرمحمد ۲۵۰ افغانۍ د ډاکټر د فیس ورکوي او دا چې په پاتې ۲۵۰ افغانیو یې درمل نه کېدل، تش لاس بېرته کور ته ستون شوی او بېګاه یې هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د صفرمحمد مېرمن وايي چې خاوند یې کلونه وړاندې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې کار کاوه چې په یوه نښته کې لومړی ټپي او بیا کوڼ شوی و. هغه زیاتوي چې صفرمحمد وروسته دنده پرېښوده او د طالبانو له وېرې میمنې ښار ته راوکوچېده. اوس د صفرمحمد یوه مېرمن او درې ماشومان پاتې دي.

د فاریاب د ولایت مقام د دې پېښې په اړه ناخبري ښيي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام