پروان د کابل په شمال کې یو کرنیز او غرنی ولایت دی چې ډېری اوسېدونکي یې د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند چلوي. د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې خپله دوی او خپلوان یې د پښو چاودو پر ناروغي اخته شوي او له کبله یې سخت اندېښمن دي. دوی زیاتوي چې تر اوسه یې د دې ناروغي د درملنې هېڅ ګټوره لاره نهده موندلې.
د پروان یو کروندګر عبدالخبیر وايي، نه یوازې دی، بلکې ګڼشمېر نور کلیوال یې هم پر دې ناروغي اخته شوي دي. د هغه په خبره، د دې ناروغي د درملنې لپاره یې لومړنی او کورنی میتود کارولی چې ګټور نهدی ثابت شوی.
نوموړی زیاتوي: «جومات ته ولاړ شه، ویې ګوره چې د ټولو پښې پرې پرې شوې دي. د شپې راشه په واسلینو یې غوړې کړه، په ګریسو یې غوړې کړه، په غوړیو یې غوړې کړه، لس جوړه جورابې سر پر سر پر پښو کړه. یو کس مې ولیده چې پلاسټیک یې سوځاوه او ویلې کاوه، بیا یې د پښې په چاودو کې اچوه، په هغه هم نه جوړېدې. ګنډي یې، زرګونه کارونه کوي، تر اوسه یې هېڅ ګټه نهده کړې. نه یوازې نارینه بزګران، بلکې ښځې هم پر دې ناروغي اخته دي، خو تر اوسه یې چا حللاره نهده ښودلې.»
د پروان اوسېدونکی نورالدین هم پر دې ناروغي اخته دی. هغه له ډاکټرانو غواړي چې د دې ناروغي د درملنې لپاره کومه لاره ولټوي. «ښه ده چې د دې ناروغي لپاره یوه حللاره پیدا شي. هغه کسان چې کرنه او مالداري کوي، ځوانان، ماشومان، ټول پرې اخته دي.»
مرشد د پروان یو بل اوسېدونکی دی. هغه وايي چې خپلوان یې د پښو چاودو پر ناروغي اخته شوي او په وینا یې، دا ناروغي ارثي ده او روغتون ته د ناروغانو نه تګ لا زیاته کړې ده.
هغه زیاتوي: «نه یوازې د کلیوالو او کسبهکارانو پښې چاودې شوي، بلکې داسې ډېر ملګري لرم چې په ښارونو کې اوسېږي، خو پښې یې چاودې شوې دي. زما په نظر ښايي دا ستونزه ارثي هم وي. هغه کسان چې پر دې ناروغي اخته دي، ښه ده چې د اړوندو ډاکټرانو او متخصصانو مشوره واخلي. همدارنګه، د خلکو عامه پوهاوی کم دی.»
په همدې حال کې د پوستکي ډاکټر محمداصف احمدي وايي چې خلک باید د دې ناروغي په اړه اندېښنه ونه کړي؛ ځکه په وینا یې، د درملنې وړ ده. هغه له خلکو غواړي چې د پوستکي له دا ډول ناروغي څخه د خلاصون لپاره روغتیايي ټکي په پام کې ونیسي او که پرې اخته کېږي، ډاکټر ته ورشي.
د یادونې ده چې د روغتیايي ټکو په پام کې نه نیول، د پوستکي ناروغي تر څنګ، پر بېلابېلو ناروغیو د اخته کېدو لامل کېږي.