Asset 1SWN

د شکرې ناروغانو شمېر ډېروالی؛ ډاکټران: مخه یې باید ونیول شي

بیماری دیابت

کابل کې د دیابت «شکرې» ناروغي نړیوالې ورځې نمانځ‌غونډې پر مهال هېواد کې د یادې ناروغي د ډېروالي په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

دغه نمانځ‌غونډه چې «سه‌شنبه د لړم ۳۰مه» جوړه شوې وه، یو‌شمېر ګډونوالو له سرپرست حکومت، عامې روغتیا او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او کابل ښاروالي غوښتنه وکړه چې د دې ناروغي مخنیوي برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رییس حیدرخان عمر دې غونډه کې وویل چې د یادې ناروغي ۵۰سلنه مخنیوی په خپله د یوه کس لاس کې دی چې د عامه پوهاوي، درملنې او توصیې له لارې حل کېدای شي.

هغه وویل: «له مشرانو او ښاروالي مو هیله دا ده چې ورزش ته ځای جلا کړي، څو میندې او ماشومان په ازاده توګه وکولای شي، ورزش وکړي، سګرټ بند کړي.»

په ورته د اندوکراینولوژي ټولنې مشر ولي‌ ناصري بیا وايي چې دې برخه کې باید عملي ګامونه پورته شي او یوازې شعار باید ورنه‌کړل شي. «ښاروالي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باید وویني چې ټولنه کې څه استفاده کېږي، ۵۰سلنه سوپر مارکېټونه بېلابېل ډوله د څښاک انرژي لري، باید ټکس پرې زیات شي.«

په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د درملنې او کنټرول عمومي مشر حیدرخان حیدر دې نمانځ‌غونډه کې وویل چې د خوړو نه‌توازن او سپورټه نه‌کول پر شکرې ناروغي د اخته کسانو د شمېر ډېروالي اصلي لاملونه دي.

نوموړي وویل: «زموږ هېواد کې هره ورځ ساري ناروغۍ په ډېرېدو دي، که عامې روغتیا وزارت او همکارې موسسې مرسته ونه‌کړي، ملت دا نشي کنټرولولی. وقایه باید ډېره شي او لومړي ګام کې باید د ډاکټرانو توصیه پر خلکو ډېر اغېز لري.»

بل‌خوا د روغتیا نړیوال سازمان استازي هم یادې غونډې ته وویل، د نړۍ په کچه هر څلور زره کسانو څځه ۳زره یې پر شکرې ناروغي د اخته کېدو ګواښ سره مخ دي او پر دیابیت له اخته هرو دوو کسانو څخه یو یې د خپلې ناروغۍ په اړه هېڅ اطلاع نه‌لري.

د دیابیت د درملنې مرکزونو یوشمېر مسوولان وايي، د امکاناتو کمښت سره مخ دي او د شکرې ناروغانو د مړینې کچه هم لوړه شوې.

کابل ښار کې د وزیرمحمد اکبرخان روغتون کې د دیابیت د درملنې برخې ډاکټر حسیب‌الله محمدي وویل، د درملو نه‌شتون په دلیل دغه روغتون ته ډېری مراجعه کوونکي د شکرې ناروغان ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي وویل: «لویې ستونزې د شکرې مرکز تشکیلاتي حوړښت باید د بشري سرچینو له پلوه یو بډایه ملټي ډېسپلین سېسټم ولري. د ودانۍ نشتون بله ستونزه ده. بله ستونزه د درملو ده چې موږ یې نه‌لرو. هغه کسان چې انسولین ته اړتیا لري، تلفات یې ډېر دي. انسولین چې نه‌وي، دوی یې د پېر توان نه‌لري. تلفات ډېر دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا ویلي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره به د دیابیت ناروغي د کنټرول، د خدمتونو وړاندې کولو او د امکاناتو برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام