Asset 1SWN

د ډیابېټ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې پر شکر ناروغي د اخته کسانو شمېر په ډېرېدو دی

روز-جهانی-دیابت-13-qfckehm2nvyhohgipqhfq3gmjrmgvt2vubmjyp2ao8

د عامې روغتیا وزارت د ډیابېټ یا شکر ناروغي له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله سلام‌وطندار ته ویلي چې په هېواد کې پر دې ناروغي د اخته کېدونکو کسانو شمېر او له کبله یې د مړینې کچه په زیاتېدو ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «له بده مرغه څومره چې پر شکر د اخته کېدونکو کسانو شمېر زیاتېږي، روښانه ده چې د دې ناروغي له کبله د مړینې کچه هم لوړېږي او په افغانستان کې هم دا شمېرې شته چې څومره هېوادوالو مو د دې ناروغي له کبله خپل ژوند بایللی دی. زموږ غوښتنه دا ده چې هېوادوال مو سپورټ ته ارزښت ورکړي او هغه خواړه کم وکاروي چې ګلوکوز لري.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا پر شکر ناروغي یوشمېر اخته کسان وايي، دې ناروغي پر ډېرو نورو ناروغیو هم اخته کړي دي. عبدالجمیل چې شپاړلس کاله مخکې پر شکر ناروغي اخته شوی او دوه کاله مخکې یې د دې ناروغي له کبله د دواړو سترګو لید له لاسه ورکړی وايي، هره ورځې د خپلې ناروغي د کنټرول لپاره دوه ځله انسولین کاروي.

هغه چې د شکر ناروغي د درملنې لپاره ایران او پاکستان ته هم تللی، وايي: «هر څه نشم خوړلی؛ ځکه شکر مې لوړېږي. هر څوک چې دا ناروغي لري، باید پرهېز وکړي؛ غوړ، خواږه، وریجې او غوښه ونه خوري؛ ځکه دا ډېره ګواښوونکې ناروغي ده.»

۴۳ کلن عبدالرافع چې د خپلې شکر ناروغي د کنټرول لپاره په کابل کې د دې ناروغي د درملنې یوه مرکز ته راغلی وايي، دی او د کورنۍ څلور غړي یې هم پر شکر ناروغي اخته شوي دي. هغه چې اوس د دواړو سترګو لید هم له لاسه ورکړی، وايي: «دا ناروغي د پټ زمري په څېر ده. که پام ورته ونه کړو، د بدن پر هره برخه برید کوي؛ سړي ته عمومي بې‌سېکه‌والی پیدا کوي. زه خپله د دې ناروغي د کنټرول لپاره درمل کاروم، ډېری خواړه نه‌شم خوړلی.»

په کابل کې د شکر ناروغي د کنټرول یوه روغتیايي مرکز مسوولان وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه مرکز ته د هغو کسانو شمېر په ډېرېدو دی چې پر شکر ناروغي اخته شوي او په خبره یې، د ورځې څه باندې ۸۰ کسان د شکر ناروغي د کنټرول لپاره ورځي.

د شکر د کنټرول مرکز ډاکټر ایمل منیب وايي: «دغه مرکز ته د هر عمر خاوندان راځي، خو د مشرانو شمېر زیات دی؛ ځکه د شکر ناروغي د عمر له اړخه توپیر کوي. یوه ډله یې هغه کسان دي چې له ۳۰ کلونو ټیټ دي او دا دول شکر ډېر ګواښوونکی دی. دویمه ډله یې بیا هغه کسان چې له ۳۰ کلونو پورته عمر لري، دغه کسان هم راځي او په دوامداره توګه ګولۍ خوري.»

ډاکټران د فزیکي فعالیت نه کول، کورنۍ کې د دې ناروغۍ مخینه، د عمر زیاتېدل او د وینې لوړ فشار پر شکر ناروغي د اخته کېدو اصلي لاملونه بولي. د کابل ښار د میوند روغتون ډاکټر احمدجاوېد ادیب شالزی وايي، د شکر ناروغي ګواښوونکې ده او که کنټرول نه‌شي، د انسان سترګو، بډوډو او اعصابو ته سخت زیانونه اړوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «هغه کسان چې پر دې ناروغي اخته دي، باید ډېر پام وکړي. خپلو خوړو ته پام وکړي او مېوې او سبزي ته په‌کې ځای ورکړي. کاربوهایدرېټ دې ډېر نه کاروي او باید سپورټ وکړي. هغوی چې پر دې ناروغي اخته کېږي، هم باید تشخیص شي چې د دې ناروغي پر کوم ډول اخته شوي دي.»

د یادونې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د ډیابټ یا شکر ناروغي د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په نړۍ کې هر کال یونیم میلیون کسان پر دې ناروغي د اخته کېدو له کبله مړه کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام