د پروان محلي مسوولان وايي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت دولتي روغتیايي مرکزونو ته د مراجعینو شمېر دوه برابره شوی دی.

د پروان د شینواري ولسوالي اوسېدونکی ۶۲کلن محمداجان چې د پروان ۱۰۰بستریز تخصصي روغتون کې بستر دی، وايي چې د پخوا په پرتله دغه روغتون کې روغتیايي خدمات ښه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې یو بل ناروغ محمد‌بهرام چې د شکرې ناروغي لري وايي، د پخوا په پرتله دولتي روغتونونو کې خدمات ښه شوي.

په ورته مهال ۲۰کلن عبدالله د مرکز چاریکارو ښار اوسېدونکی دی. نوموړی وايي، یوازینی لامل چې د دغه ولایت اوسېدونکي یې اړ کړي، څو دولتي روغتونونو ته لاړ شي، بې‌وزلي او کمزوری اقتصاد دی.

نوموړی زیاتوي چې پخوا د دولتي روغتونونو ډاکټرانو د معاینې لپاره خلک له روغتون د باندې خصوصي روغتونونو او کلینیکونو ته ورلېږل.

بل‌خوا عبدالله ادعا کوي چې پخوا یو‌شمېر ډاکټرانو له درملتونونو سره لاس درلود او دا چاره د دې لامل شوې وه چې پروان کې دولتي روغتونونو ته خلکو کمه مراجعه وکړي.

په همدې حال کې د پروان ۱۰۰بستریز تخصصي روغتون سرطبیب عبدالخلیل حیدري سلام‌وطندار ته ویلي چې د بې‌وزلۍ او کمزروي اقتصاد له کبله خلک خصوصي روغتونونو ته نه‌شي تللی او له همدې امله دولتي روغتونونو ته د مراجعه کوونکو شمېر لوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ مراجعه کوونکي دوه برابره شوي. پخوا به مو روزانه له ۷۰۰ تر ۸۰۰ د او‌پي‌ډي یا سراپا چک درلودل. اوس د ورځې له ۱۱۰۰ تر ۱۲۰۰ مراجعه کوونکي لرو. ناروغان باوري دي چې ښه درملنه یې کېږي او خدمات ښه شوي دي. بل دا چې د خلکو اقتصاد کمزوری دی او نه‌شي کولای چې خصوصي روغتونونو ته لاړ شي.»

پر دې سربېره، د پروان د عامې روغتیا رییس هدایت‌الله اعزام وايي چې اوس دغه ولایت کې ۸۸ روغتیايي مرکزونه فعال دي او د ۸۰سلنه ناروغانو ستونزې په‌کې حل کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې دغه روغتیايي مرکزونه د «جک» موسسې، یونسېف او د روغتیا نړیوال سازمان له لوري تمویلېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام