پکتيا کې يوشمېر ښځینه ناروغانې وايي، د دې ولایت په حوزوي روغتون او د ولسواليو روغتیايي مرکزونو کې هغه ډول خدمتونه نه وړاندې کېږي چې يوه ښځينه ناروغه ورته اړتیا لري.
دغه مېرمنې وايي، روغتيايي مرکزونو ته چې کله ورځي، د درملو د نهشتوالي او نورو خدمتونو څخه راضي نه وي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سيدکرم ولسوالي روغتيايي مرکز ته ورغلې ناروغه زرغونه وايي، دې روغتون کې د نورو اسانتياوو ترڅنګ ټلويزیوني معاينات هم نهشته چې ناروغان ډېری وخت مرکز ګردېز ښار ته لېږدول کېږي.
نوموړې سلاموطندار ته وویل: «د يوې کوچنۍ ستونزې لپاره هم ناروغ مرکز ګردېز ته ځي، د ټلوېزیون معاينې لپاره که شپه وي او که ورځ، موږ نهشو کولای په کلينيک بايد تلويزوني معاينات وي چې د ناروغانو ستونزې حل شي، نفوس ډېر دی.»
د پکتيا حوزوي روغتون کې هم مېرمنې د درملو له کمښت څخه شکايت کوي او وايي، ډېری وخت د ناروغانو لپاره بازار څخه درمل پېري. د فاطمې په نوم ناروغه وايي، دوه ځله همدې روغتون ورغلې، خو درمل نه دي ورکړل شوي.
هغې وویل، ډېری بېوزله مېرمنې د درملو له ترلاسه کولو پرته تش لاس بېرته کورونو ته ستنېږي.
د پکتيا روغتيايي مسوولان کلینیکونو کې د درملو د کمښت ستونزه تاییدوي خو وايي، هڅه کوي د ناروغانو شکایتونو ته لاسرسی وکړي او ډېری روغتيايي مرکزونو ته درمل هم لېږدول شوي دي.
د پکتيا د عامي روغتيا رئيس ډاکټر صدرالدین عزام سلاموطندار ته وویل: «هڅه کوو چې موږ د ټولو کلينیکونو څخه څارنه وکړو، د ټولو کلينیکونو او د ولس له ستونزو ځان خبر کړو. موږ بار، بار د کلینيکونو پوښتنه کړې ده. يو څه ستونزې د درملو وې، د خلکو غوښتنې زياتې وې، خو کوښښ کوو چې غوښتنې ته يې په وخت ځواب ووايو.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا داسې مهال دی، چې تر دې وړاندې یوشمېر نړیوالو سازمانونو د افغانستان د روغتیايي نظام له پاشلتیا څخه خبرداری ورکړی او ویلي یې وو، ښايي د هېواد ۹۰سلنه روغتیايي مرکزونه وتړل شي.