Asset 1SWN

هلمند کې د ښوونځیو د ودانیو نشتون له امله زده‌کوونکي پر ناروغیو اخته کېږي

1685379758888

هلمند کې یو‌شمېر ښوونځي چې ودانۍ نه‌لري، زده‌کوونکي یې د ګرمۍ او یخنۍ له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

د یادو زده‌کوونکو د کورنۍ غړي شکایت کوي چې د ښوونځیو د ودانیو نشتون له کبله یې اولادونه ډېری وخت د اوړي او ژمي په موسمونو کې ناروغان کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغو بې‌ودانیو ښوونځیو له ډلې یو هم لښکرګاه ښار کې د «قلفک» په نوم د هلکانو ابتداییه ښوونځی دی چې تر سوزنده لمر لاندې ولاړو پلاستیکي درېوو خېمو کې یې زده‌کوونکي زده‌کړې کوي.

رحمت‌الله چې اولادونه یې دغه ښوونځي کې زده‌کړې کوي، وايي، ماشومان یې د ښوونځي د ودانۍ نه‌شتون په دلیل تل ناروغېږي.

رحمت‌الله وویل: «دا پنځه کاله کېږي چې حکومت د دې ښوونځی د جوړولو ژمني کوي، خو تراوسه یې نه‌دی جوړ کړی، همدا وعده  یې وکړل چې درسي خوني او تشنابونه یې درته جوړو، په ګرمۍ او ژمې دواړو کې مو ماشومان له روغتیايي ستونزو مخ کېږي.»

په «قلفک» ښوونځي کې د درسي ټولګیو او نورو امکاناتو نه‌شتون له امله زده‌کوونکي او ښوونکي د زده‌کړو پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره هم مخ دي.

د دغه ښوونځي ښوونکي محمدنسیم سلام‌وطندار ته وویل: «دې ښوونځي کې تاسو ولیدل چې موږ له یوې خوا تدریس کوو، له بلې‌خوا د کلیوالو نقلیه وسایط د ښوونځي انګړ کې تېږېږي چي له کبله یې موږ تدریس نشو کولای او زده‌کونکي هم سمه زده‌کړه نشي کولی.»

په ورته مهال د هلمند د پوهنې ریاست مسوولان دغه ستونزې تاییدوي، خو وايي، د ښوونځیو د بیارغونې برخه کې یې هڅې ګړندۍ کړي دي.

د هلمند د پوهنې ریاست تدریسي معاون محمداسماعیل سعادت وویل: «په دې ۴۱۹ ښوونځیو کې تقریباً ۳۲ ښوونځي ترمیم شوي او د ۹۳ نورو ښوونځيو د ترمیم پلان هم روان کال کې لرو. له ۶۰ څخه تر ۷۰ سلنه ښوونځي چې ډیری یې ولسوالیو کې دي، تېرو جګړو کې بمبار شوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو جګړو له کبله تر هلمند وراخوا، د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو کې هم ګڼ‌شمېر ښوونځي بیارغونې ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام