Asset 1SWN

سلام وطندار

د غزني په لرو پرتو سیمو کې نوي رامنځته شوي «ښوونځي» ودانۍ نه‌لري

IMG-20221130-WA0030

د غزني د پوهنې ریاست روان کال د دغه ولایت د «اندړ» «ناوه» او  «خوګیاڼیو» ولسوالۍ په لرو پرتو کلیو کې پنځه ښوونځي جوړ کړي چې ورسره یادو سیمو کې سلګونه زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د غزني د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال میر نصیراحمد حسیني سلام‌وطندار ته ویلي چې د یادو ښوونځیو اداري کارونه بشپړ شوي او ځینې کسان د ښوونکو په توګه هم یادو ښوونځیو کې ګومارل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «له یادو پنځو ښوونځیو څخه دوه یې په اندړو کې دي چې یو یې د شهید عبدالله په نوم او بله یې د ملا شهیدخان بابا په نوم دی. د دغو ښوونځیو کارونه ټول خلاص شوي دي. بستونه هم راغلي دي. د درېوو نورو کارونه هم خلاص شوي چې دوه یې په ناوه او یو یې په خوګیاڼیو کې دی.»

د غزني د اندړ ولسوالي اوسېدونکی ظفرخان سلام‌وطندار ته وايي چې ولسوالي کې یې د هلکانو دوه ښوونځي جوړ شوي، خو په وینا یې، ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یې په یوه کرايي کور کې زده‌کړې کوي.

نوموړي وویل: «مخکې په همدې سیمه کې، کوم ښوونځی نه و، اوس چی کوم ښوونځی جوړ شوی، یعنی شخصی کور  کې جوړ شوی. موږ ډېر خوشحاله یو او غوشتنه مو هم دا ده چې همدا په ودانۍ بدل شي او ریاست معارف موږ ته ودانۍ جوړه کړي.»

د یادو ولسوالیو اوسېدونکي همداراز وايي چې د مخکیني حکومت پر مهال جګړې او د اسلامي امارت او امنیتي ځواکونو ترمنځ د ولسوالیو لاس په لاس کېدو، د یادو سیمو له ماشومانو د زده‌کړو فرصت اخیستی و او اسلامي امارت اوس باید دې ولسوالیو کې ډېر ښوونځي جوړ کړي.

د غزني اوسېدونکي صفي‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «مخکیني حکومت کې ډېری ولسوالۍ ناامنه وې او جګړې په‌کې زیاتې وې، اوس هم ښوونځي نشته او هغه مهال هم نه و. ډېری ولسوالي همداسې دي او ښوونځي په‌کې نشته.»

د غزني د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال وايي چې د یادو ښوونځیو د ودانیو رغولو وړاندیز یې پوهنې وزارت ته کړی دی.

نوموړی همداراز له مرستندویه موسسو غواړي، څو د ښوونځیو رغولو او نورو نویو ښوونځیو د جوړېدو برخه کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست سره همکاري وکړي.

نوموړي وویل: «موږ مرکز ته وړاندیزونه کړي او هم همکارو موسسو سره د تعمیر په اړه هم غږېدلي یو چې ډېرو ولسوالیو کې ښوونځي ځینې ابتدايي او منځني دي. په راتلونکي کال کی هغوی هم راسره ژمنه کړې، که خدای کول موږ به دا کار وکړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو لسیزو کې د غزني په ځینو لرو پرتو هغو ولسوالیو کې چې جمهوریت حاکم و، ماشومان او ځوانانو یې زده‌کړو ته لاسرسی نه درلود او  د علم له زده‌کړې محروم وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام