په هېواد کې د تېرو څو کلونو جګړو د فارياب ولايت د يو شمېر ولسواليو د ښوونځيو ودانۍ ويجاړې کړې دي چې په دې کې خواجهسبزپوش ولسوالي يو له هغو ولسواليو څخه ده چې په دغو جګړو کې سخت زيانمنه شوې او د ښوونځي یوه ودانۍ هم پکې جوړه نه ده پاتې.
د فارياب د خواجهسبزپوش ولسوالي د پوهنې امر مولوي سلمان وایي چې د جګړې د ښکېلو غاړو د جګړو او هوايي بريدونو له امله د دې ولسوالي د نجونو او هلکانو د ټولو ښوونځيو ودانۍ ويجاړې شوې او د ګټې اخيستنې وړ نه دي.
د هغه په وينا، په پام کې ده چې نوی ښوونيز کال ډېر ژر پيل شي، خو په دې ولسوالي کې د نجونو او هلکانو د ٢٧ ښوونځيو ودانۍ ويجاړې شوې او یوه ښونځۍ هم سمه نه ده پاتې.
د خواجهسبزپوش ولسوالي د پوهنې امر زیاتوي چې لا هم په دې ولسوالي کې د زدهکړې او روزنې لپاره اسانتياوې نشته او هڅه کېږي چې د قومي مشرانو په همغږۍ په کورونو کې زدهکوونکو ته روزنه ورکړل شي.
د دې ولسوالي یو تن قومي مشر خدایار هم وایي چې د خپلو اولادونو راتلونکې ته اندېښمن دی. هغه وایي، سره له دې چې څو ځلې یې غږ پورته کړی خو تراوسه د دې والسوالي د پوهنې په برخه کې هېڅ راز مرسته او همکاري نه ده شوې.
د دغه قومي مشر په وینا، تر راتلونکو څو ورځو پورې درسونه شروع کېږي، خو د دوی ماشومانو لپاره هېڅ ښوونځي او نور اسانتیاوې نشته او هغوی بېبرخلیک پاتې دي.
د خواجهسبزپوش ولسوالي یو بل اوسېدونکی خالمحمد ټینګار کوي، که چېرې د دغه ولسوالي د پوهنې وضعیت ته پاملرنه ونه شي، ماشومان به یې بې سواده پاتې شي.
هغه له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې پوهنې وضعیت ته د رسېدنې لپاره دې د ښوونځیو د ودانیو د بیا رغاونې او د پوهنې او روزنې ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي.
په همدې حال کې د فاریاب د پوهنې رییس سید حفیظ الله په دغه ولسوالي کې د ښوونځیو ستونزې مني او وایي چې اوسمهال ۲۰۰ ښوونځي په دغه ولایت کې ودانۍ نه لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونځیو د ودانیو او د نورو روزنیزو اسانتیاو نشتون زدهکوونکي او ښوونکي یې له ستونزو سره مخ کړي دي. که څه هم د تېر حکومت چارواکو په وار وار د زدهکړې لپاره د لا زیاتو اسانتیاو د برابرولو او د ښوونځیو ودانیو د جوړولو ژمنې کړي خو تراوسه په دې برخې هېڅ هم نه دي شوي.