Asset 1SWN

فاریاب کې د دوو موټرو ټکر ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

20221127_205256-pyc670gvbyhp6dxtzbxrzb5lu5vkzm3dwu6uspt7d4

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس‌الله محمدي وايي چې دوه سراچه‌ ډوله موټرو نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د دغه ولایت د خواجه‌سبزپوش ولسوالي د «خواجه‌قشري» په دوه‌لارې کې ټکر کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې څلور کسان چې دوه یې نارینه، یوه ښځه او یو ماشوم دی، مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون لس نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي چې د دې ټرافیکي پېښې د یوشمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت هم نازک دی.

د یادونې ده چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې له کبله ګڼ‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام