بلخ کې د ډبرو سکرو د بیې دوه‌برابره کېدو په اړه د خلکو شکایت

د بلخ د مرکز مزارشریف ښار یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو د بیې لوړېدو په اړه شکایت کوي او وايي، سږ کال د سون‌توکو بیې د تېر هغه په پرتله دوه‌ برابره شوې دي.
دوی وايي، له څه باندې یو کال راهیسې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او په وینا یې، سږ کال هوا هم ژر سړه شوې او ښايي سخت ژمی تجربه کړي.

د غزني د جغتو ولسوالي اوسېدونکو په خپل لګښت ښوونځی جوړ کړی

د غزني د جغتو ولسوالي اوسېدونکو د دغه ولسوالي په «پایین‌سر ترګان» سیمه کې په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی جوړ کړی چې اته درسي ټولګي لري.

د یاد ښوونځي له بنسټګرو او قومي مشر محمدزمان ذکي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ښوونځی په څلور میلیونه افغانۍ جوړ شوی چې ټول لګښت یې د سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکړل شوی دی.

هېواد کې له هرو ۱۰۰زره ښځو د زېږون پر مهال ۶۳۸ یې مري

د افغانستان د نسايي- ولادي ډاکټرانو د انجمن مسووله نجم‌السما شفاجو پرون شنبه د لیندۍ پنځمه هرات کې د یاد انجمن د دویم سمپوزیم د جوړېدو پر مهال وویل چې په منځنۍ کچه د زېږون پر مهال په هرو ۱۰۰زره ښځو کې ۶۳۸ مېرمنې مري چې دې شمېرو ته په پام افغانستان د مېندو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی.