Asset 1SWN

افغانستان کې د یوه کال پر مهال د اورلګېدنې ۱۸۰۰ پېښې شوي

FIRE-pybx32jywtkak2akxkrm22c4qm9fh86q5ocb5c1y88

د کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسېدو او اطفایې ریاست مسوولان وايي چې په تېر یوه کال کې یې ډېری اورلګېدنې مهار کړي او په دې برخه کې یې هڅې دوام لري.

دوی دا خبرې نن کابل کې د اورلګېدنې ضد ډبو د مرکز پرانېستې په غونډه کې وکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغه ریاست رییس نورالله انصار سلام‌وطندار ته ویلي چې د تېر څه باندې یوه کال پر مهال په هېواد کې له ۱۸۰۰ نه ډېرې د اورلګېدنې پېښې چې له ۹۰۰ ډېرې هغه یې په‌ کابل کې وې، شوې دي.

نوموړی وايي، د دغو پېښو له ډلې ډېری هغه یې مهار کړي او په وینا یې، که څه هم دوی خپله هڅه کوي، خو خلک هم باید ورسره همکاري وکړي.

په ناپلان شوي ډول د ښارونو پراختیا، په سترو او کوچنیو ودانیو کې ایمني سپارښتنو ته نه پام، د ایمن ځانګړو قوانینو نه موجودیت او د ښارجوړونې اړوندو مقررو په پلي کېدو کې کمزوري هېواد کې د اورلګېدنې تر ټولو ستر لاملونه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې افغانان د هېواد په ځنګلونو او ښارونو کې د اورلګېدنې پېښو زیاتوالي په اړه اندېښنه ښيي او له حکومت څخه غواړي چې مخکې له مخکې د اورلګېدنې پېښو مخنیوي لپاره تدابیر ونیسي او که اور بل شي، پر وخت یې مهار کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام