Asset 1SWN

سلام وطندار

مسوولان: په دولسو ولایتونو کې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو چېک‌ډیمونه جوړوو

سسس

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان په هېواد کې د وچکالۍ او اوبو کچې ټيټېدو په اړه د خلکو له شکایتونو وروسته وايي، په دولسو ولایتونو کې به د اوبو مهارولو په موخه د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو چېک‌ډیمونه جوړ کړي چې په خبره یې، په دې سره به په یادو ولایتونو کې د وچکالۍ ستونزې راکمې شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تدارکاتو رياست د پلان عمومي مدير انجينر نوررحمان رحمانيار روزګان ولایت ته د سفر پر مهال د يوه سربند د جوړېدو چارو د پیل مراسمو کې د خبرو پر مهال ویلي چې پر هر چېک‌ډيم به شاخوا درې ميليونه افغانۍ چې د دغه وزارت له لوري ورکول کېږي، لګښت راشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د نوموړي په وينا، دغه چېک‌ډيمونه د موسمي اورښتونو د اوبو مهارولو لپاره جوړېږي. د کرنې وزارت مسوولانو روښانه نه‌کړه چې په کومو ۱۲ ولایتونو کې به د اوبو چېک‌‌ډیمونه جوړ کړي، خو زیاتوي چې نن یې په روزګان کې د اوبو زېرمه کولو د اوو چېک‌ډیمونو جوړولو چارې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې د روزګان یوشمېر اوسېدونکي د کرنې وزارت د دغه اقدام هرکلی کوي او له مسوولانو غواړي چې د اوبو لوی بندونو ورته جوړ کړي.

د روزګان اوسېدونکي محمدصادق وايي: «ما پخوا پر ټولو ځمکو شپږ يا اووه خرواره جواري او غنم اړول، خو سږ کال مې لږ فالېز کرلی. د اوبو نه‌شتون له لاسه ستونزو سره مخ يم. دولت باید لوی بندونه جوړ کړي، د اغاجان بند دې راته وتړي. که دغه بند جوړ کړي، موږ به ډېر زيات خوشحاله شوو.»

د اوبو د مدیریت برخې کارپوهان هم د حکومت دغه اقدام ستايي او وايي، که مسوولان دغه ډول پروژې عملي نه‌کړي، په راتلونکو کلونو کې به وچکالي د افغانستان د کرنې برخې ته سخت زیان واړوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پوهنتون استاد پوهنيار احمدالله احمدي غوښتنه کوي چې حکومت دې د اوبو مهارولو لپاره د وړو چېک‌‌ډيمونو پر ځای، لوی بندونه جوړ کړي. هغه زیاتوي: «تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ورځ په ورځ ښکته کېږي، په ځانګړې توګه سوېلي سيمو کې. حکومت باید بېلابېلو سیمو کې د اوبو چېک‌ډيمونه جوړ کړي، څو د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یاFAO  څه موده وړاندې وړاندوینه کړې وه چې سږ کال به په افغانستان کې د وچکالۍ له امله د غلو دانو د حاصلاتو کچه له منځنۍ کچې ټیټه وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام