Asset 1SWN

د قوش‌تيپې کانال د دویم فاز د جوړېدو چارې پیل شوې

22-qdpdbx2iqs0o01goa7m0u9d9khoz32o7onjc6ugbd4

نن په بلخ کې د قوش‌تیپې کانال د دویم فاز د جوړېدو چارې پیل شوې. د اسلامي امارت مسوولانو نن (د تلې نولسمه، د چهارشنبې ورځ) د دغه کانال د جوړېدو چارو د پیل مراسمو کې وویل چې افغانستان به د دغه فاز په جوړېدو سره کرنیزه برخه کې پر ځان بسیا شي.

د ملي پراختیا شرکت مسوولان چې د دې پروژې د پلي کېدو مسوولیت لري وايي، د قوش‌تیپې کانال دویمه برخه ۱۷۵ کیلومټره ده او د بلخ له دولت‌اباد ولسوالي څخه پیلېږي او د فاریاب تر اندخوی ولسوالي پورې دوام مومي چې په خبره یې، په پنځو کلونو کې به بشپړ شي او ترې لاندې درې میلیونه جریبه ځمکه به خړوبه کړي. د ملي پراختیا شرکت یو انجینر فرید عظیمي وايي چې د دویم فاز د جوړېدو لګښت سرپرست حکومت ورکوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې د دغه کانال په جوړېدو سره به د افغانستان کرنه میکانیزه شي او افغانان به د کرنیزو محصولاتو له اړخه پر ځان بسیا شي. نوموړی زیاتوي: «افغانستان چې یو کرنیز هېواد دی، خو د کرنې میکانیزه کېدو لپاره یې هڅې نه‌دي شوي او د خوراکي توکو په واردولو کې د سیمې پر هېوادونو بسیا دی. اسلامي امارت هڅه کوي چې د کرنې او د هېواد د اوبو مدیریت برخې ته جدي پام وکړي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري بیا وايي چې د قوش‌تیپې کانال په جوړېدو سره به افغانستان په سیمه کې د خوراکي توکو د تولید پر مرکز بدل شي. هغه زیاتوي: «د اوبو دغه لوی کانال افغانستان د خوراکي توکو د تولید برخه کې خپلواکۍ ته رسوي.»

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم وايي چې د قوش‌تیپې کانال ۲۸۵ کیلومټره اوږدوالی لري او د بلخ له کلدار ولسوالي څخه پیل، له دغه ولایت او جوزجان څخه تېرېږي او فاریاب ولایت ته رسېږي. حنفي زیاتوي: ځینو کسانو ډېرې اندېښنې لرلې چې ګواکې دغه کانال نه بشپړېږي، پر کومه خوا چې دغه کانال روان دی، مناسب نه‌دی او ایا اوبه به په‌کې ولاړې شي، که‌ نه؟ خو له نېکه مرغه چې دا طرحه په بشپړېدو ده.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی د سیمې هېوادونو ته په اشارې ټینګار کوي چې د آمو سیند د اوبو په اړه خپلې اندېښنې له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. هغه وايي: «ګاونډي هېوادونه دې د اندېښنې پر ځای، راشي او له موږ سره دې له ډیپلوماټیکو لارو بحث وکړي او اندېښنې دې شریکې کړي. زموږ ډله خبرواترو ته تیاره ده.»

د یادونې ده چې د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د جوړېدو کار چې ۱۰۸ کیلومټره اوږدوالی لري، تازه پای ته رسېدلی او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام