د افغانستان مخکیني ولسمشر محمداشرف غني ویلي، افغانان په دوو کې راګیر دي او د پخوانیو تېروتنو تکرار او پر انحصار او لرې کولو تکیه به افغانستان کې یو ځل بیا د جګړې اور تازه کړي.

نوموړي د نوي کال په مناسبت په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د «واک نیول اسان، خو ټينګښت یې ستونزمن دی.» غني ټينګار کړی چې له ملي مشروعیت پرته نړیوال او سیمه‌ییز مشروعیت ناشونی دی او دا مشروعیت باید د خلکو له‌خوا ترلاسه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مخکیني ولسمشر زیاته کړې چې د افغانستان اوسېدونکي په سختو شرایطو کې د نوي کال شاهدان دي. هغه د افغانستان له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره د حل لار وړاندېز کړې ده.

غني ویلي چې افغانستان کې د روانو ناخوالو د بدیل یوازینۍ لار ملي یووالی او د یو بل منل دي. د نوموړي په وینا، «رښتینه سوله هغه مهال راتلی شي چې د ملي یووالي او د دې منل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، فکر ولرو.»

هغه ټينګار کړی چې باید په هېواد کې د خبرو لپاره ملي اجماع جوړ شي او بشري وضعیت د دې خبرو لومړیتوب واوسي. غني همداراز له نړیوالو مرستو څخه د سمې استفادې په برخه کې پر منظم مدیریت ټينګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان باید د «بشردوستانه مرستو مستعمره نه شي.»

غني همداراز د افغانستان ثبات او ټيکاو د سیمې او نړیوالو همکاریو پورې وتړله او ټينګار یې وکړ چې افغانستان باید بې‌طرفه وي او د سترو قدرتونو د جګړې په ډګر بدل نه‌شي.

بل‌خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، اسلامي امارت د ولسونو په خوښه راغلی، ځکه يې نظام هم مشروعیت لري. د هغه په خبره، نوی حکومت د ولس ملاتړ له ځان سره لري او د مخکیني نظام ۸۵ سلنه کارکوونکي اوس هم په ادارو کې پر دندو بوخت دي.

هغه زیاتوي چې اسلامي امارت اوس په دې لټه کې دی، څو نړیواله ټولنه يې په رسمیت وپېژني او په دې برخه کي یو لړ پرمختګونه هم شوي دي.

نوموړي وویل: «د ملت غوښتنه او ملاتړ دی چې اوسنی نظام او حکومت د ملت له غوښتنو سره سم واک ته رسېدلی او په دې اړه هېڅ ستونزه نشته، د ملي وحدت د استحکام او د مرکزي نظام د تقویې لپاره پرله‌پسې ګامونه اخیستل کېږي او په دې اړه ډېر کار شوی او نور هم هڅې روانې دي، ځو په دې برخه کې هېڅ ستونزه ونه لرو. »

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان وضعیت په اړه د مخکیني ولسمشر تازه پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې څه موده وړاندې هېواد ته د نوموړي د راستنېدو په اړه راپورونه خپاره شوي وو. خو دغه راپورونه بیا د غني امنیتي سلاکار حمدالله محب له لوري رد شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام