اشرف غني: ا.ا دې د دوحې هوکړې پټ ضمایم له افغانانو سره شریک کړي

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د اسلامي امارت له لوري پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو  ځنډېدو په غبرګون کې روان وضعیت جنسیتي اپرټایډ بللی او له ا.ا یې غوښتنه کړې چې د دوحې هوکړې پټ «ضمایم» افغانانو سره شریک کړي. خو اسلامي امارت ته نږدې څېره او سیاسي فعال سیدذکرالله هاشمي وايي، د دوحې هوکړه ضمیمه نه‌لري.

محمداشرف غني: د امریکا د ناسم ډاډ او ژمنو له امله «جمهوري نظام» وپرځېد

د افغانستان پرځول شوي مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا د ناسم ډاډ او ژمنو له کبله د نوموړي په مشري «جمهوري نظام» پرځول شوی دی. نوموړي ویلي، هیله لري داسې یوه افغانستان ته ورستون شي چې بې‌وزله او شتمن په ټولو برخو کې یو شان ونډه ولري او هغه ثبات لاس ته راوړي چې ترې اخیستل شوی دی.

سیګار: افغانستان څخه د وتلو پرمهال غني سره یو میلیون ډالر هم نه‌ و

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې «سیګار» په یوه راپور کې ویلي چې له افغانستان څخه د وتلو پرمهال د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني له لوري د میلیونونو ډالرو د لېږد په اړه لګېدلي تورونه له حقیقت لرې بللې دي. سیګار ویلي چې له افغانستان څخه د وتلو پرمهال له مخکیني ولسمشر سره یو میلیون امریکايي ډالر هم نه و.

اشرف غني: له ملي مشروعیت پرته نړیوال مشروعیت ناشونی دی

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمداشرف غني ویلي، افغانان اوس په دوو کې راګیر دي او د پخوانیو تېروتنو تکرار او پر انحصار تکیه به افغانستان کې یو ځل بیا د جګړې اور تازه کړي. مخکیني ولسمشر زیاته کړې چې افغانان په سختو شرایطو کې د نوي کال د راتلو شاهدان دي.

ملګرو‌ملتونو د نړۍ د دولتونو د مشرانو له نوملړ څخه د غني نوم ایستلی

ملګرو‌ملتونو د نړۍ د دولتونو د مشرانو له نوملړ څخه د افغانستان د مخکني‌ ولسمشر محمد‌اشرف غني نوم ایستلی دی. دا نوملړ چې د ملګرو‌ملتونو په ویب‌‌پاڼه خپور شوی، د غني د مېرمنې نوم هم د افغانستان د «لومړۍ مېرمن» په توګه لرې شوی. خو بیا هم دې نوملړ کې د «افغانستان ولسمشر» نوم د افغانستان دولت مشر ته انتخاب شوی.

خلیل‌زاد: د غني تېښتې په سوله‌ییزه توګه د واک د لېږد چارې ګډې وډې کړې

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، له افغانستان څخه د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني تېښته د دې لامل شوه چې په دغه هېواد کې په سوله‌ییزه توګه د واک د لېږد چارې ګډې وډې شي. خلیل‌زاد زیاته کړې چې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه یې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړې.

کابل کې د امریکا سفارت: افغانستان کې لنډمهاله حکومت نه غواړو

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، افغانستان کې د لنډمهاله  حکومت پلوي نه‌کوي او د افغان سولې خبرې او پایلې یې په افغانانو پورې اړه لري.

داسې حال کې چې کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له وروستي سفر او یو شمېر افغان سیاستوالو سره تر لیدنو وروسته داسې راپورونه…

شنونکي: خلیلزاد هڅه کوي ولسمشر او ځینې سیاستوال د واک لېږد ته چمتو کړي

 

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو شمېر سیاستوالو او حکومتي مشرانو سره لیدنه کې جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف ته ویلي چې ولسمشر او ځینې نورو سیاستوالو سره د واک لېږد په اړه خبرې وکړي.

ځینو راپورنو کې ویل شوي چې زلمي خلیلزاد تېره ورځ جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره د لېدو پرمهال له هغه سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې پر ځینو پټو مسایلو خبرې کړې دي.

د ناټو سرمنشي: افغانستان سولې ته رسېدو لپاره اوږده او ستونزمنه لار پر مخ لري

ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د ناټو له عمومي منشي ينس سټولټنبرګ سره د سولې پروسې په اړه ټلفوني خبرې کړې دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي چې دواړو لوريو د افغانستان پر اوسني وضعيت خبرې کړې دي.