د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو شمېر سیاستوالو او حکومتي مشرانو سره لیدنه کې جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف ته ویلي چې ولسمشر او ځینې نورو سیاستوالو سره د واک لېږد په اړه خبرې وکړي.

ځینو راپورنو کې ویل شوي چې زلمي خلیلزاد تېره ورځ جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره د لېدو پرمهال له هغه سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې پر ځینو پټو مسایلو خبرې کړې دي.

ویل کېږي، خلیلزاد استاد سیاف ته ویلي، د لنډمهاله حکومت په اړه ولسمشر او نورو چارواکيو سره خبرې وکړي او داسې ذهنیت برابر کړي چې دوی دغه کار ته چمتو اوسي.

د چارو شنونکی یونس فکور سره له دې چې د خلیلزاد او سیاف ترمنځ د لنډمهاله حکومت په اړه بحث څخه خبر نه‌دی، خو وایي، ښايي داسې وشي؛ ځکه چې سولې لپاره یوه قرباني هم د نوي حکومت رامنځته کېدل دي، که هغه لنډمهاله وي یا هم عبوري.

فکور زیاتوي، زلمی خلیلزاد اوس په دې لټه کې دی چې د عبدالرب رسول سیاف له لارې چې د ولسمشر په ګډون ډېرو سیاستوالو ته نږدې دی، د حکومت د بدلون په اړه د چارواکيو ذهنیتونه تيار کړي.

د چارو بل کارپوه فضل الرحمان سره له دې چې د خلیلزاد له خوا د افغان سیاستوالو او حکومتی چارواکيو ترمنځ د نظام بدلون په اړه د ذهنیت جوړولو هڅې مني، خو د لنډمهاله حکومت رامنځته کولو موضوع بې‌بنسټه بولي.

نوموړی وایي، کله چې امریکا سره د دوحې د سولې هوکړه د بین‌الاافغاني خبرو بنسټ وټاکل شو او ولسمشر هم ورسره هوکړه وکړه، نو په دې تړون کې اسلامي نظام راغلی او اوس خلیلزاد غواړي چې دا عملي شي.

د هغه په وینا، موقت حکومت نه طالبان مني او نه هم د افغانانو په ګټه دی.

په همدې حال کې جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف ته نږدې سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي مني چې زلمي خلیلزاد تېره ورځ سیاف سره ليدلي او د سولې پایلو، د افغانانو ترمنځ په یووالي او نورو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

بل خوا داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ولسمشر غني زلمي خلیلزاد سره لیدنه رد کړې، سره له دې چې ارګ په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سولې مسایلو په اړه د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سره لیدلي دي.

دا څرګندونې داسې حال کې کېږي چې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل هم په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، له اوسني وضعیت څخه د ده وړاندوینه دا ده چې راتلونکيو څلورو میاشتو کې به افغانستان کې د اسلامي دولت ترنامه لاندې دولت رامنځته شي چې نه به د جمهوریت او نه به د امارت کلمه ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام