د اسلامي امارت په راتلو سره په هېواد کې ګڼ‌شمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې شپې او ورځې تېروي. بلخ هم یو له هغو ولایتونو دی چې په دې وروستیو کې د وزګارتیا او کار نه‌شتون له امله پکې د سوالګرو شمېر ډېر شوی دی.

۵۰کلنه مریم چې د یوې ډوډۍ او د ځان لپاره د درملو د پیسو پیدا کولو په موخه د روضې دروازې مخې ته ناسته ده، وايي چې «په اسمان ستوری نه لري او په ځمګه ځای». هغه چې یوازې یوه لور لري او د هېڅ کار کولو توان نه لري، له خلکو د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ټوله ورځ سړې او تودې د سړک پر سر تېره وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال نېکبخت بله بلخۍ مېرمن ده چې سپین وېښته او نازک زاړه کالي پرتن لري او د مني په دې سړه هوا کې د سړک غاړې ته ناسته ده. نوموړې وايي چې د بې‌وزلۍ له امله یې سوالګرۍ ته مخه کړې.

د بلخ د طلاعات او فرهنګ رییس ذبیح الله نوراني وايي، تر امارت وړاندې هم په بلخ کې بې‌وزله او سوالګر  موجود وو او اسلامي امارت هڅه کوي چې دې کسانو ته بشرپاله مرستې ورسوي.

نوموړی همداراز زیاتوي چې دوی هڅه کوي، څو په دغه ولایت کې وزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او له دې وړاندې یو‌شمېر کسان د یاد ولایت ښاروالۍ کې په دندو ګومارل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له زیاتوالي سره په ښارونو کې ورځ تر بلې سوالګر هم زیاتوالی مومي او دا چاره ورو ورو په یوه ستونزه بدلیږي. له بل لوري د ژمي او سوړ موسم رارسېدل هم دې کسانو ته جدي خطر دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام