د ټولګټو وزارت: د سالنګ تونل رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس سلام‌وطندار ته ویلي چې د سالنګ تونل په ګډون د یادې لویې لارې رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي.

حق‌شناس زیاته کړه چې د سالنګ تونل د لومړۍ طبقې د کانکرېټ اچوونې چارې تر یوه کیلومټر بشپړې شوي او په وینا یې، هڅه کوي چې چارې یې ژر بشپړې کړي.

د ایران سفارت: د کابل او تهران د اړیکو خرابولو لپاره دسیسې روانې دي

په کابل کې د ایران سفارت نن یکشنبه پر خپل ټویټرپاڼه په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو لپاره «فتنې او دسیسې» روانې دي.

په ویناپاڼه کې راغلي چې په ټولنیزو رسنیو کې د ایرانیانو له لوري د افغان کډوالو د زورونې ویډیوګانې، د دواړو هېوادونو د اړیکو  خرابولو لپاره پلان شوي دي.

کندهار کې د ا.ا د مشرتابه غونډه؛ د ملي بیرغ او کابینې پر څرنګوالي خبرې روانې دي

له تېرو دوو ورځو راهیسې ځینو  راپورونو کې ویل کېږي چې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت‌الله اخند په مشري کندهار کې د امارت د چارواکیو ترمنځ غونډه روانه ده. د اسلامي امارت پخواني چارواکي سید اکبراغا کندهار کې د دغې غونډې جوړېدل تاییدوي، خو د امارت د چارواکیو ترمنځ کورني اختلافات بې‌‌بنسټه بولي.

شنونکي: د حکومت د مشروعیت لپاره لویه‌جرګه او ټاکنې مهمې دي

دې وروستیو کې یو شمېر افغان او بهرنيو سیاستوالو ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د مشروعیت لپاره دې لویه جرګه یا یوه شورا جوړه شي او یا دې هم د ټاکنو له لارې لا ډېر مشروعیت ترلاسه کړي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا وایي چې شته نظام عام او تام کورنی مشروعیت ترلاسه کړی او ټول ولس پرې باور لري.

بلخ کې وزګارتیا د سوالګرو شمېر ډېر کړی

د اسلامي امارت په راتلو سره په هېواد کې ګڼ‌شمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې شپې او ورځې تېروي. بلخ هم یو له هغو ولایتونو دی چې په دې وروستیو کې د وزګارتیا او کار نه‌شتون له امله پکې د سوالګرو شمېر ډېر شوی دی.