دې وروستیو کې یو شمېر افغان او بهرنيو سیاستوالو ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د مشروعیت لپاره دې لویه جرګه یا یوه شورا جوړه شي او یا دې هم د ټاکنو له لارې لا ډېر مشروعیت ترلاسه کړي.

د دې بحثونو په تودېدو سره د چارو شنونکی عبدالحق حماد وایي، سره له دې چې اوسنی نظام مشروعیت لري، خو د لا ډېر مشروعیت او د ځینو ستونزو د حل لپاره باید لویه جرګه یا دې ته ورته یو کار ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وايي د هغه د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت چارواکو له څو اوونیو را په‌ دې خوا په دې کار پیل کړی چې د کلیو، ولسوالیو او مرکزونو د هغو استازيو، دیني عالمانو، کارپوهانو او سیاستوالو په ګډون چې د فساد تورنه پرې نه‌وي، یوه ستره شورا جوړه کړي او د مهمو او  ملي مسلو په اړه په کې بحث وکړي.

د نوموړي په وینا، شونې ده چې ډېر ژر به داسې یوه شورا رامنځ‌ ته شي.

حماد سلام‌وطندار ته وویل، «دا کومه شورا چې ما ورته اشاره وکړه، دا به لومړنۍ هغه شورا وي چې د ولس او حکومت ترمنځ به د یو پُل حیثیت ولري او هغه لوی مسایل چې نړیوال هم پرې فشار راوړي، لکه داخلي مشروعیت هغه به له دې لارې رامنځ ته شي او ښایي له همدې شورا بیا د مشرانو جرګې، ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو په څېر نورې شوراګانې تشکیل شي او دا به د ولس او د حکومت ترمنځ د یو نماینده په حیث کار کوي.»

عبدالحق حماد ټاکنې هم یوه لار ګڼي خو وایي، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې له تخنیکي او مالي پلوه ورته زمین نه ده برابره.

په همدې حال کې د چارو بل شنونکی میربت‌خان منګل هم وایي، د نظام د کورني مشروعیت او د بهرنیانو د پلمو او شته اقتصادي او نورو ستونزو د لرې کولو لپاره باید لویه جرګه رامنځ‌ ته شي او په وینا يې، که ټاکنې کېږي نو دا به ډېره مهمه چاره وي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا وایي چې شته نظام عام او تام کورنی مشروعیت ترلاسه کړی او ټول ولس پرې باور لري.

نوموړی وايي چې د نظام د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي او په رسمي ډول د ټاکنو یا لویې جرګې په اړه څه نه دي ویل شوي.

کریمي سلام‌وطندار ته وویل، «اسلامي امارت به د هېواد د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره، د اسلامي ارزښتونو د حفاظت په منظور د نظام د تکامل او پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې ګړندۍ ساتي او په دې لاره کې به ټول هغه کارونه کوي چې د ملي ګټو او اسلامي ارزښتنو سره په سمون کې وي.»

د یادونې ده چې شته نظام ته د مشروعیت ورکولو مسله او په دې اړه د ټاکنو یا لویې جرګې رابللو او یا هم د لویې شورا جوړولو په اړه په نړیواله کچه هم غوښتنې شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دې وروستیو کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم تازه د همداسې یوه بنسټ د رامنځ‌ ته کولو په اړه د اسلامي امارت چارواکو ته یوه کړنلاره استولې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام