د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشري یو لوړپوړی پلاوی د ایران په رسمی بلنه دغه هېواد ته تللی او د یاد هېواد له چارواکو سره به پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ایران کې د افغان کډوالو پر مسایلو خبرې وکړي.

خو د چارو یو‌شمېر شنونکي په دې باور دي چې ایران د اسلامي امارت په چارواکو د فشار راوړلو هڅه کوي، څو د افغانستان په پخواني نظام کې د دوی نفوذي کسان یا سیاستوال د اسلامي امارت حکومت کې ځای کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نړیوالو چارو کارپوه خپلواک ځاځی وایي چې د پخواني نظام ډېرشمېر چارواکي او سیاستوال همدا اوس په ایران کې مېشت دي او دوی هره ورځ له ایراني چارواکو سره لیده کاته کوي.

نوموړی چې یادو کسانو ته د ایران د نفوذي کسانو په سترګه ګوري وايي، ایران غواړي ځینې له دغو کسانو پر طالبانو ومني، څو په حکومت کې ځای ورکړي.

نوموړي وویل: «ایران ګټې لري په افغانسنان کې او غواړي چې په افغانستان کې هغه کسان چې دوی ته ژمن دي او خپل ولس ته ژمن نه دي، باید دوی په افغانستان کې په نظام کې وي او باید دلته سیاسي فعالیت ولري او د دې مسلې د تحقق لپاره دوی هر ډول هڅه کوي چې په شکل د اشکالو په حاکم نظام باندې فشار راولي.»

د چارو بل شنونکی معین‌خان څمکنی په اسلامي امارت کې د ایران د نفوذي کسانو د ځای پر ځای کولو هڅه د ډيپلوماټیکو اصولو خلاف کړنه بولي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی دا هڅه د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي او وايي چې ایران خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په وار-وار د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده. د یادونې ده چې پرون ماښام د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین‌محمد حنیف او د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست نو‌الدین عزیز په ګډون یو پلاوی ایران ته تللی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام