په افغانستان کې د یونېسف یا ماشومانو د ملاتړې ادارې رییس محمد ایویا پکتیا ولایت ته د سفر پرمهال خبریالانو ته ویلي چې یونېسف له نړیوالې ټولنې سره په ګډه هڅه کوي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.

ایویا زیاته کړې چې د ا.ا له لوري په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل کېدو سخت خواشینی کړی او هیله لري چې ا.ا دا پرېکړه بېرته واخلي او د نجونو ښوونځي د زده‌کوونکو پرمخ بېرته پرانیزي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په افغانستان کې د یونېسف رییس په وینا، اوس د هېواد په لریو پرتو ولسوالیو کې له زده‌کړو محرمو زده کوونکو ته ۱۵۰۰۰ محلي ټولګي پرانیستل شوي او هڅه کوي، څو د جاپان له لوري ۳۸ میلیونه  تازه چاپ شوي کتابونه هم په زده‌کوونکو وویشل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یونېسف په داسې مهال په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د پرانیستلو هڅې پيل کړي چې پوهنې وزارت ویلي، ډير ژر به د نجونو ښوونځيو د بېرته پرانیستلو پرېکړې په اړه د علماوو یوه لویه غونډه جوړه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام