د بلخ ولایت کلدار ولسوالي چې پرون ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري د طالبانو له شتون څخه پاکه شوې وه، بېګاه شپه یوځل بیا د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د بلخ ولایت کلدار ولسوالي چې تر پرون مازیګر پورې په بشپړ توګه د دولت تر کنټرول لاندې وه او د بلخ والي فرهاد عظیمي له دغې ولسوالي څخه د بلخ د یوې بلې شورتپې ولسوالي د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو پلان هم اعلان کړ، خو تېره شپه دغه ولسوالي د دولت له کنټرول څخه بهر شوه او امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ورڅخه د حیرتان بندر ښار ګوټي ته شا‌تګ کړی دی.

امنیتي او ځايي سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي، سلام‌وطندار ته وايي چې د بلخ ولایت کلدار او د سمنګانو فیروز‌نخچیر ولسوالۍ پرون ماښام د طالبانو له لوري ونیول شوې.

سرچینو وویل، امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو دغه ولسوالي خوشې کړې او دې ولسوالیو ته څېرمه سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بلخ د ولایتي شورا مشر محمد افضل حدید د کلدار او د سمنګانو د فیروز‌نخچیر ولسوالیو سقوط تاییدوي او وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونه د حیرتان بندر ښارګوټي کې د لیکو پر غښتلي کولو بوخت دي.  د هغه په وینا، دولت هڅه کوي او تابیه یې نیولې، څو د خلم ولسوالي چې فیروز‌‌نخچیر سره ګډه پوله لري، د طالبانو له خوا ونه نیول شي.

هغه زیاته کړه: «خپل تدبیرونه لري، ستونزې دي، جنګ دی، کله مخکې تګ کله شاتګ دا ستونزې شته، هیله لرم پاملرنه وکړي، په خواشینۍ سره چې د ارګانونو ترمنځ نه همغږي ددې لامل شوې چې دا ستونزې هره ورځ زیاتې شي.»



د سیمې اوسېدونکي وضعیت د اندېښنې وړبولي او وايي چې خلک وېرېدلي دي او ټول د تېښتې په فکر کې دي. دوی زیاتوي چې له بېګاه شپې راهیسې په دغه ولسوالي کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي او خلک په دې هڅه کې دي چې له دې ولسوالي ځانونه نورو امنو سیمو ته ورسوي،.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بلخ ولایت د کلدار ولسوالي ترڅنګ په څلورو نورو ولایتونو کې څلور نورې ولسوالۍ هم طالبانو نیولي دي چې په کاپیسا کې د اله سای، په سمنګانو کې د فیروز‌نخچیر، په کندهار کې د خاکریز او غزني کې د ګیلان ولسوالۍ  پکې شاملې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام