د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تازه‌ګۍ سره ویلي، که افغانستان کې هر اړخیز دولت رامنځ ته نه شي، اسلامي امارت سیاسي واک نه‌شي ترلاسه کولای. کابلوف د افغانستان د سیاسي وضعیت څرنګوالي کې د ټولو قومونو ګډون او ونډه مهمه بولي.

په ورته وخت کې یو‌شمېر سیاسي کارپوهان هم وايي، د ټول‌ګډونه او هراړخیز دولت جوړول، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍ له اساسي شرطونو څخه دي. سیاسي کارپوه جواد حسیني سلام‌وطندار ته وویل، اسلامي امارت باید د سیاسي نظام ټینګښت لپاره د افغانانو او نړیوالو غوښتنې ومني.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د ټول‌ګډونه حکومت نه جوړېدل به هغو ډلو ته پلمه په لاس ورکړي چې د اسلامي امارت په اړه مثبت نظر نه لري او له دې چارې به د ځان په ګټه لابې‌ګري وکړي.

بل سیاسي شنونکی مهدي افضلي سلام‌وطندار ته وايي، که طالبان د نړیوالو د غوښتنو پر اساس عمل ونه کړي، د اسلامي امارت اصلي متحدین به هم ورڅخه ملاتړ ونه کړي.

هغه زیاتوي چې دغه چاره به د اسلامي امارت ملاتړي هېوادونه لکه پاکستان، روسیه او نور هېوادونه لکه چین دوی په رسمیت ونه پېژني او دا به د دې ښکارندوي وکړي چې اسلامي امارت نه‌شي کولای، د مشروعیت لپاره اړین شرایط پوره کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پخواني جمهوري نظام له سقوط او د اسلامي امارت له راتګ وروسته، د طالبانو په رسمیت پېژندل، د نړیوالو او ملي غونډو له مهمو موضوعاتو څخه دي. خو د څلورو میاشتو په تېرېدو تراوسه هېڅ کوم هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام