د بدخشان ولایت یو‌شمېر اوسېدونکو دوه ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د ناامنیو زیاتېدو او د اوبو او برښنا نه موجودیت له کبله اعتراض وکړ، خو دغه اعتراض پر تاوتریخوالي واوښت او امنیتي ځواکونو پر معترضانو ډزې وکړې چې په ترڅ کې یې درې کسان ووژل شول او ۴۳ نور ټپیان شول.

ولسمشر محمداشرف غني د دې پېښې څېړلو په موخه د یوه پلاوي ټاکلو امر کړی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار عبدالودود ثابت، د سیمه‌يیزو ارګانونو ادارې استازي، د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو وزارت او په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي د دغه حکومتي پلاوي غړي دي.



په کابل کې د بدخشان اوسېدونکو نن د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د بدخشان وروستۍ پېښه عام‌ وژنه او بشري جنایت دی. د دغې خبري غونډې یو وینا‌وال کلیم‌الله وايي، ټاکل شوی پلاوی دولتي دی او همدا لامل دی چې د بدخشان اوسېدونکي پرې باور نه لري او په وینا یې، حکومت له پېښې څخه د تېښتې او حقیقت پټولو په موخه دغه کار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو بل وینا‌وال مجیب ابراهیمي وايي، د بدخشان والي ذکریا سودا باید ژرترژره له دندې ګوښه او عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم ټاکل شوي پلاوي تر اوسه خپل کار نه دی پیل کړی، خو په خبره یې، پر تاوتریخوالي د اعتراض اوښتو څرنګوالی به وڅېړي.

د دغې اعتراضیه ناستې یوشمیر نورو ګډونوالو بیا خبرداری ورکړ، که حکومت د بدخشان د اوسېدونکو په غوښتنه اوسنی والي له دندې ګوښه نه کړي، پراخ سوله‌ييز لاریونونو به وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام