Asset 1SWN

بدخشان کې د ولایتي شورا یو پخوانی غړی او د ولسي پاڅونوالو یو قوماندان سره نښتي

WhatsApp-Image-2020-04-06-at-12.04.42-PM-220x165

د بدخشان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ولایتي شورا یوه پخواني غړي او په ارګو ولسوالي کې د ولسي پاڅونوالو د یوه قوماندان ترمنځ نښته کې دوه کسان وژل شوي دي.

د بدخشان د امنیې قومانداني ویاند ثناالله روحاني وايي، یاده پېښه پرون د ارګو ولسوالي په «دوغلط» سیمه کې د دغه ولایت د ولایتي شورا یوه پخواني غړي او د «حزب‌الله» په نوم د ولسي پاڅونوالو د یوه قوماندان ترمنځ شوې ده.

د هغه په وینا، په وژل شویو کسانو کې یو د ولایتي شورا د یاد پخواني غړي نامسوول وسله‌وال او یو هم ولسي پاڅونوال دی.

روحاني وايي، دا نښته د دواړو لوریو ترمنځ د شخصي او پخوانیو ستونزو له کبله شوې چې په وینا یې، اوس درېدلې ده.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام