د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست سرپرست محمدرفیق نیرومند سلام‌وطندار ته ویلي، زرګونه هغه بې‌ځایه شوي چې له غور، فراه، بادغیس او نورو سوېل ختیځو ولایتونو څخه دغه ولایت ته ورغلي، په سخت اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

د هغه په وینا، تر اوسه ۱۴۰ زره بې‌ځایه شوي په دغه ولایت کې ورسره ثبت شوي چې د اوسېدو ځای او خواړه نه لري. د نوموړي په وینا، بې‌ځایه شوي کسان بیړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نیرومند زیاتوي چې د بې‌ځایه شویو کورنیو د بېرته ستنېدو لپاره یې مهم پلانونه جوړ کړي او هڅه کوي چې د خوړو نړیوال پروګرام له لارې ورسره مرستې وکړي. هغه وايي، د اوچا اداره په پیل کې ۲۶۰ ډالره ورکوي او د خوړو نړیوال پروګرام یې بیا تر شپږو میاشتو پورې ملاتړ کوي.

یوشمېر هغه کورنۍ چې هرات ته بې‌ځایه شوي وايي، د خوراک لپاره خواړه او د ځان تودولو لپاره سون‌توکي توکي نه لري.

د بادغیس ولایت بې‌ځایه شوي حاجي دُرمحمد او بهادر وايي، ژمی را روان دی او دوی نه یوازې د اوسېدو او تودېدو امکانات نه لري، بلکې د خوراک لپاره هم څه نه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی وايي، په سختو شرایطو کې ژوند کوي او مسوولې ادارې باید د خوراکي او نورو توکو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام