د اسلامي امارت مسوولان له تېرو څه باندې ۳ میاشتو راهیسې له کله چې واک یې ترلاسه کړی، د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي او په دې برخه کې یې د سیمې او  نړۍ له یو‌شمېر هېوادونو سره هم ناستې کړي، خو لاهم دا چاره نه ده عملي شوې.

د چارو ځینې شنونکي وایي، د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت پېژندل به لا زیات وخت ونیسي. د چارو شنونکی میربت خان منګل وايي، نړیوال په ځانګړې توګه امریکا له اسلامي امارت څخه غواړي چې تر رسمیت پېژندلو وړاندې د دوحې تړون عملي کولو، د ټول‌ګډونه حکومت جوړولو، د مېرمنو حقونو ورکولو او دوو کلونو پورې د ټاکنو ترسره کولو لپاره هڅې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د منګل په وینا، د طالبانو لپاره د ځینو دغو غوښتنو عملي کول ستونزمن دي، نو ښايي د اسلامي امارت حکومت ژر په رسمیت ونه‌ پېژندل شي، خو د افغانستان روانې سیاسي او اقتصادي اړیکې به دوام وکړي.

په ورته مهال د نړیوالو چارو کارپوه خپلواک ځاځی هم په دې باور دی چې د اسلامي امارت حکومت به د نړیوالې ټولنې له‌خوا ژر په رسمیت ونه پېژندل شي.

نوموړی وایي، نړۍ طالبانو څخه غواړي چې د مېرمنو حقونه ورکړي، نجونو ته د زده‌کړو او لوړو پوستونو کې د کار کولو زمینه برابره کړي او د بیان او رسنیو ازادي دې خوندي شي.

هغه وویل، سره له دې چې اسلامي امارت هڅه کوي د نړیوالو ځینې غوښتنې ومني او په ډېرو برخو کې یې شرایط هم پوره کړي چې باید په رسمیت وپېژندل شي، خو لاهم ډېر داسې څه شته چې دوی نه دي ترسره کړي او نړۍ یې په رسمیت پېژندلو کې بېړه نه‌‌ کوي.

هغه وویل، «اساسي قانون او فرعي قوانین نه لرو. اداري ساختار معلوم نه دی، اداري تشکیلات د ابهام په حالت کې دي، بهرنی سیاست معلوم نه دی او د هېواد دننه هم یو‌شمېر اندېښنې شته، دوی تر دې دمه، نه دي توانېدلي چې هغه رعایت کړي.»

خو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس ولي‌الله شاهین بیا وایي، اسلامي امارت د حکومت د رسمیت پیژندو په اړه ټول شرایط  پوره کړي او کېدای شي، یو څه وخت ونیسي، خو داسې دلیل نه‌شته، چې نړۍ دې په رسمیت ونه‌ پېژني.

نوموړي زیاته کړه په دې اړه ډېر پرمختګ شوی او همدا اوس هم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له‌خوا امریکایي پلاوي سره دوحه کې په دې اړه خبرې او جدي هڅې روانې دي چې د طالبانو حکومت به په رسمیت وپېژندل شي. نوموړي نړیوالو سره د اسلامي امارت اړیکې درلودل هم افغانستان او هم نړۍ ته مهمې بولي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشري یو پلاوی قطر ته تللی او په تېرو دوو ورځو کې یې د اروپایي ټولنې له استازیو، یو‌شمېر سفیرانو او قطري چارواکو سره پر ځینو مسایلو خبرې کړي. ویل کېږي چې د اسلامي امارت پلاوی به نن هم له امریکایي استازي سره خبرو کې د حکومت په رسمیت پیژندلو په اړه جدي خبرې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام